Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې د لسګونو ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ وشوې

پلخمري (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د بغلان د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وايي، دغه ولایت کې د لسګونو پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امر قاري امیرمحمد امیري پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ولایت کې د لسګونو پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې دوستانه سیالۍ تېر ماښام په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یو قومي مشر په مالي ملاتړ او د کورش فدراسیون په همغږۍ ترسره شوې.

هغه زیاته کړه چې ورزش ته د ځوانانو ‎هڅول د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه وه.

د غېږنیونې د دغو سیالیو مالي ملاتړکوونکي قومي مشر ملا عبدالغفار وویل، غېږنیونه د افغانستان له لرغونو دودیزو لوبو څخه ده او دی له کوچینوالي له دې لوبې سره مینه لري.

ورته مهال، د یادو سیالیو یو ګډون‌وال پهلوان صمیم سیدي وايي، دغه ډول دوستانه سیالۍ ځوانان ورزش ته هڅوي او ترڅنګ یې د ځوانانو وړتیاوې هم په‌کې ډېرېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.