ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي عبدالکبیر: ګاونډي هېوادونه دې له افغان کډوالو سره له ناوړه چلند ډډه وکړي

مولوي عبدالکبیر: ګاونډي هېوادونه دې له افغان کډوالو سره له ناوړه چلند ډډه وکړي

author avatar
10 Jul 2024 - 13:14
مولوي عبدالکبیر: ګاونډي هېوادونه دې له افغان کډوالو سره له ناوړه چلند ډډه وکړي
author avatar
10 Jul 2024 - 13:14

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د رياست‌الوزراء سیاسي مرستیال وايي، ګاونډي هېوادونه دې له افغان کډوالو سره له ناوړه چلند ډډه وکړي او هغوی ته دې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تېره ورځ د پاکستان په کراچۍ ښار کې له افغان جنرال کونسل عبدالجبار تخاري سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.

خبرپاڼه کاږي، تخاري په دې لیدنه کې وویل، د پاکستان له زندانونو په لسګونه افغان کډوال خوشي شوي، د ډېرو نورو په اړه خبرې روانې دي او هيله ده چې ژر به را خوشي شي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال ویلي، ګاونډي هېوادونه دې له افغان کډوالو سره له ناوړه چلند ډډه وکړي او هغوی ته دې لازم سهولتونه برابر کړي.

مولوي عبدالکبیر په کراچۍ کې افغان جنرال کونسل ته لازمې سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه، هېوادونه او نړۍوال سازمانونه دې له افغان کډوالو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د یو بل خبر له مخې، د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال تېره ورځ د اهل تشيع له یو شمېر علماوو او قومي مخورو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.

له ارګه یوه بله خپره شوې خبرپاڼه لیکي، راغلو علماوو او مخورو ویلي چې له جګړې وروسته افغانستان د اسلامي نظام د ټينګښت او ثبات په حال دی، دوی په دې مرحله کې د خلکو همکاري مهمه وبلله او زیاته یې کړه چې ولسونه یې له اسلامي امارت سره بشپړ همکار دي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال ویلي، ټول افغانان په اسلامي نظام کې یو شان حقوق لري.

هغه زیاته کړې، د عاشورا مراسمو د ډاډمن امنیت ټینګښت لپاره امنیتي ادارې لاس په کار شوې او هېوادوال دې په دې اړه هيڅ ډول اندېښنه نه کوي.

Views: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.