ګردېز (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ۳۶ میلیون افغانیو په لګښت د ۲۳ رغنیزو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پکتيا د کليو پراختیا او بيارغونې رياست پژواک ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې يادې ۲۳ پروژې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې (UNOPS) د ۳۶ میلیون افغانیو لګښت د مرکز ګردېز ښار په بېلابېلو برخو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
سرچینه وايي چې په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو رغول، د کرنیزو اوبو د ویالو او محافظوي دېوالونو جوړول شامل دي.
ورته مهال، د ګردېز ښار يو شمېر اوسېدونکي هم خوښ دي چې په سيمو کې يې دغه کوچنۍ پروژې پلې شوې دي.
د ګردېز ښار د مومنخېل ښارګوټي يوه اوسېدونکي عيدګل پژواک ته وويل چې د دوی د ښارګوټي سړک مخکې ویجاړ و خو اوس پرې جغل شوی دی.
خو دی وايي، دغه کار د لنډ وخت لپاره ګټور دی او د اساسي رغولو لپاره يې هم باید اقدام وشي.
د پکتیا حکومتي مسوولينو د معلوماتو له مخې، د یادو پروژو د کار په جریان کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
Views: 15
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP