ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو څلورو ورځو کې له ایران او پاکستانه څه باندې لس زره کډوال راستانه شوي

په تېرو څلورو ورځو کې له ایران او پاکستانه څه باندې لس زره کډوال راستانه شوي

author avatar
11 Jul 2024 - 16:42
په تېرو څلورو ورځو کې له ایران او پاکستانه څه باندې لس زره کډوال راستانه شوي
ارشیف
author avatar
11 Jul 2024 - 16:42

کابل (پژواک، ۲۱‍ چنګاښ ۱۴۰۳): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو څلورو ورځو کې له پاکستان او ایرانه ۱۰ زره او ۷۱۶ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال د روانې چنګاښ میاشتې له ۱۶مې تر ۱۹مې نېټې له پاکستان او ایرانه په زور او یا خپله خوښه راستانه شوي دي.

پژواک خبري اژانس دغه شمېرې له تېرو څلور ورځو راهیسې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس‌پاڼه د خپرو شوو معلوماتو له مخې را اخیستې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو کډوالو له ډلې ۲۱۶۸ کسان چې شاوخوا ۳۶۴ کورنۍ کېږي، د تورخم او سپن‌بولدک له لارو له پاکستانه په جبري ډول راایستل شوي دي.

دغه راز، په یاده موده کې ۸۵۴۸ کسان د نیمروز د ابرېشم‌پله او د هرات د اسلام‌کلا له لارو له ایرانه په خپله خوښه او جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د پاکستان حکومت ویلي چې د «پي‌اوار» کارت لرونکي کډوال کولای شي د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې په پاکستان کې پاتې شي.

د پاکستان حکومت یاده پرېکړه پاکستان ته د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي له درې ورځني سفر وروسته اعلان کړې ده.

پاکستان د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه او د راپورونو له مخې، دغه هېواد تراوسه څه باندې نیم میلیون افغان کډوال په زور ایستلي دي.

د یادونې ده، د روانې چنګاښ میاشتې له ۷مې تر ۱۳مې نېټې پورې هم ۱۱ زره او ۲۰۱ کډوال له پاکستان او ایرانه په زور او یا خپله خوښه راستانه شوي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.