Language

چین له راستنېدونکو افغان کډوالو سره سل میلیون چینایي یوان مرسته کوي

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۳): په کابل کې د چین سفیر د اقتصاد وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د سل میلیون چینایي یوانو مرستې ژمنه وکړه.

د اقتصاد وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست قاري دین‌محمد حنیف په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره ولیدل.

اېکس‌پاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د چین سفیر د خپل هېواد له لوري د سل میلیون چینایي یوانو د مرستې ژمنه وکړه.

د یادونې ده، سل میلیون چیني یوان یو میلیارد او ۱۶۰ میلیون افغانۍ کېږي.

سرچینې زیاته کړې، دغه مرسته به له افغان حکومت سره په همغږۍ د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ستونزو هواري لپاره ولګول شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یاده لیدنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا، د واخان دهلېز پر اقتصادي او ترانزیټي اهمیت، په افغانستان کې پانګونې ته د چینايي شرکتونو د لېوالتیا، د سوداګرۍ د کچي زیاتوالي، د لوګر د عینک مسو کان د سړک جوړولو د کار د پیل او د کارکوونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو د دوام او پراختیا په اړه هم خبرې وشوې.