ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې پولیسو لسګونه میله وسلې کشف او ترلاسه کړې دي

بلخ کې پولیسو لسګونه میله وسلې کشف او ترلاسه کړې دي

author avatar
14 Jul 2024 - 16:28
بلخ کې پولیسو لسګونه میله وسلې کشف او ترلاسه کړې دي
author avatar
14 Jul 2024 - 16:28

مزارشریف (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وایي چې په تېرو څه باندې درېیو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۹ میله بېلابېل ډول وسلې او یوه اندازه مهمات کشف او ترلاسه شوي دي.

د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمدعیسي وثیق نن یوې خبري غونډې ته وویل چې د دې قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د روان لمریز کال له پیل راهیسې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار او بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۹ میله بېلابېل ډول وسلې کشف او ترلاسه کړې دي.

هغه زیاته کړه چې په ترلاسه شوو وسلو کې راکټ، پیکا، کلاشینکوف او تومانچې شاملې دي او د دغو وسلو ساتلو په تړاو دوه کسان هم نیول شوي دي.

بلخوا، د یادې قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیر عطامحمد بلال بیا وایي چې دوی تېر ۱۴۰۲ کال د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او مرکز مزارشریف ښار ځینو برخو کې ۱۳۱ میله بېلابېل ډول وسلې کشف او ترلاسه کړې دي.

هغه وویل، د یادو وسلو د ناقانونه ساتنې په تړاو ۲۸ کسان نیول شوي او دوسیې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.

بلال له خلکو غوښتنه وکړه څو د ناقانونه وسلو له ساتلو دې ډډه وکړي او که څوک وسلې ته اړتیا ولري دوی به د اصولو له مخې ورته قانوني جواز ورکړي.

د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیله تر دې مهاله د بېلابېلو جرمونو په تړاو شاوخوا ۱۰۰ کسان نیول شوي دي.

Views: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.