ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار د مکروریانو اسان خدمت مرکز کې کونسلي خدمتونه پیل شول

د کابل ښار د مکروریانو اسان خدمت مرکز کې کونسلي خدمتونه پیل شول

author avatar
15 Jul 2024 - 17:58
د کابل ښار د مکروریانو اسان خدمت مرکز کې کونسلي خدمتونه پیل شول
author avatar
15 Jul 2024 - 17:58

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د احصایې او معلوماتو اداره وایي، د لومړي ځل لپاره د کابل ښار د زړو مکروریانو د اسان خدمت په مرکز کې د بهرنیو چارو وزارت کونسلي خدمتونه پیل شول.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن (دوشنبه) د لومړي ځل لپاره د کابل ښار شپاړسمې ناحیې اړوند د زړو مکروریانو د اسان خدمت په مرکز کې د بهرنیو چارو وزارت کونسلي خدمتونه رسماً پرانيستل شوه.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو ریاست د تصدیقونو برخې مرستیال بشیراحمد افغان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د اسان خدمت ریاست د کړنو ستاینې ترڅنګ وویل چې په دغه مرکز کې د کونسلي  خدمتونو وړاندې کېدل د هېوادوالو لپاره لویه اسانتیا ده.

سرچینې دغه راز ويلي، په یاده غونډه کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د اسان خدمت رییس جهادګل پاڅون وویل چې د دغه مرکز له لارې به د الکترونیکي تذکرو وېش، له وېش وروسته خدمتونه، د زېږون کارت او د مړینې پارچو د وېش سربېره به کونسلي خدمتونه هم وړاندې کېږي چې د هېوادوالو د سرګردانۍ او د وخت ضایع کېدو مخه به ونیول شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې سره به په ډېر کم وخت کې د بهرنیو چارو وزارت کونسلي خدمتونه «د کاغذي تذکرې ژباړې، د زېږون کارت او مړینې پارچې تایید» هېوادوالو ته وړاندې شي.

د احصایې او معلوماتو ملي دارې دغه راز ویلي، په نږدې راتلونکي کې به هېوادوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو په موخه دا خدمتونه د اسان خدمت په نورو مرکزونو کې هم فعال او پيل شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.