ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرپل امر بالمعروف ریاست د موسیقي راټول کړي وسایل سوځولي

د سرپل امر بالمعروف ریاست د موسیقي راټول کړي وسایل سوځولي

author avatar
15 Jul 2024 - 17:39
د سرپل امر بالمعروف ریاست د موسیقي راټول کړي وسایل سوځولي
author avatar
15 Jul 2024 - 17:39

سرپل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د سرپل د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست مسوولین وايي، د موسیقي هغه لسګونه الې او وسایل یې سوځولي چې د تېر یوه کال په اوږدو کې یې د دغه ولایت په مرکز کې راټول کړي وو.

د سرپل د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست ویاند مولوي خیرالله خیرخواه پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د موسیقۍ هغه سل مختلف وسایل چې د یادې ادارې د محتسبینو له لوري په تېر یو کال کې راټول شوي وو، د مسوولینو له لوري وسوځول شول.

هغه زیاته کړه، د موسیقي یاد وسایل یوازې د سرپل له مرکزه راټول او سوځول شوي دي.

نوموړی وايي: «د موسیقۍ یادې الې او وسایل د ودونو له مراسمو، له کورونو او هوټلونو راټول شوي وو او د امر بالمعروف ریاست په ګودام کې ساتل کېدل.»

د سرپل د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست ویاند وویل، ځیني وسایل د موسیقۍ په الاتو کې شامل نه دي خو دا چې په محفلونو کې ترې د منکراتو په توګه کار اخیستل کېږي، راټول شوي او سوځول شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.