ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې یو کس وژل شوی

د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې یو کس وژل شوی

author avatar
15 Jul 2024 - 18:12
د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې یو کس وژل شوی
author avatar
15 Jul 2024 - 18:12

میمنه (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۳): فاریاب کې ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې یو ملکي وګړی په ډزو وژل شوی دی.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمس‌الدین محمدي وویل چې نن له غرمې مخکې د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې د خیرمحمد په نوم یو ملکي کس د شېرمحمد له خوا د وسلې په ډز وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، مقتول د دغه ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ د تیلان اوسېدونکی و او قاتل هم د دغه ځای دی.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د دې پېښې انګېزه شخصي دُښمني وبلله او زیاته یې کړه، قاتل له سیمې تښتېدلی خو د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې دی.

د مقتول تره زین‌الله وایي، خیرمحمد نن سهار له کوره ووت، یو ساعت وروسته د امنیتي خواکونو له چک‌پاینټ سره نږدې د دوو موټرسایکل سپرو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

هغه وویل چې موټرسایکل‌سپاره له سیمې تښتېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه: «خیرمحمد د تېر جمهوري نظام د امنیتي ځواکونو غړی و، له بدلون وروسته ایران ته ولاړ او اته میاشتې مخکې بېرته راغلی و، درې لوڼې، شپږ زامن، مېرمن او بوډۍ مور یې بې‌سرپرسته شول، حکومت باید قاتلین ونیسي او سزا ورکړي.»

Views: 14

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.