Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې له سېلاب‌ځپلو سره د مرستو په موخه بېړنۍ غونډه وشوه

ننګرهار کې له سېلاب‌ځپلو سره د مرستو په موخه بېړنۍ غونډه وشوه

author avatar
16 Jul 2024 - 17:03
ننګرهار کې له سېلاب‌ځپلو سره د مرستو په موخه بېړنۍ غونډه وشوه
author avatar
16 Jul 2024 - 17:03

جلال‌اباد (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د ننګرهار د مرستيال والي په مشرۍ د تېرې ورځې له سېلاب‌ځپلو سره د مرستو په موخه د کورنيو او بهرنيو مرستندويه ادارو له مسوولینو سره بېړنۍ غونډه وشوه.

د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د چنګاښ په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته رالېږلې خبرپاڼه کې  ویلي چې په دې غونډه کې د ولایت مرستيال مولوي سعیداحمد بنوري د ځاني او مالي زيانونو او ترسره شوو اجرااتو په اړه معلومات شريک کړل او له مرستندويه ادارو يې وغوښتل څو د قربانيانو له کورنيو سره په ټولو برخو کې اړينې مرستې وکړي.

نوموړي په بېړنيو حالاتو کې د مرستندويه ادارو د کار او فعاليت ستاينه وکړه او زياته يې کړه چې وروستۍ پېښې ډېر زيانونه اړولي او بايد په ټولو برخو کې ورته لازمه پاملرنه وشي.

د ننګرهار عامې روغتيا رييس مولوي امين‌الله شريف وويل، حوزوي، فاطمة‌الزهرا او نورو دولتي روغتونونو ته د ۳۳ جسدونه او ۳۵۰ ټپیان وروړل شوي چې اوسمهال ۱۵۰ ټپیان تر درملنې لاندې دي.

نوموړي د عامې روغتيا رياست د چمتووالي ډاډ ورکړ او له مرستندويه ادارو يې په يو شمېر برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په دې ناسته کې د مرستندویه ادارو مسوولینو او استازو د مرستو ژمنه وکړه.

د یادونې ده، پرون مازدیګر مهال د ننګرهار په مرکز او سره‌رود او ځینو نورو ولسوالیو :ې شدیدو بارانونو، توپان او سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

Views: 19

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.