ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې بکس‌ګنډونکي: له داخلي تولیداتو د ملاتړ لپاره دې د ورته جنسونو وارداتو مخه ونیول شي

هرات کې بکس‌ګنډونکي: له داخلي تولیداتو د ملاتړ لپاره دې د ورته جنسونو وارداتو مخه ونیول شي

author avatar
16 Jul 2024 - 17:07
هرات کې بکس‌ګنډونکي: له داخلي تولیداتو د ملاتړ لپاره دې د ورته جنسونو وارداتو مخه ونیول شي
author avatar
16 Jul 2024 - 17:07

هرات (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۳): هرات کې د بکسونو یو شمېر تولیدوونکي د خپلو محصولاتو د پلور بازار پر پیکه کېدو اندېښنه ښودلې او وایي که ملاتړ یې ونه ‌شي اړ دي خپل فعالیتونه ودروي.

په دغه ولایت کې د بېلابېلو لاسي بکسونو یوه پلورونکي او تولیدوونکي قاري فرهاد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د محصولاتو پلور یې د تېرو دوو کلونو په پرتله کم شوی دی.

نوموړي وویل، پخوا یې په کال کې له ۳۰۰۰ تر ۵۰۰۰ بکسونه تولیدول، خو اوس په ټول کال کې ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ بکسونو تولید لري.

د هغه په خبره، د بازار د نشتوالي ترڅنګ یوه بله ستونزه چې د پلور کمېدو لامل یې شوی، په بازار کې له ورته بهرني جنسونو او محصولاتو استفاده ده.

هغه وایي، که په هرات کې د تولیدي کارګاوو وضعیت همداسې وي، د داخلي بکسونو تولیدات به ودرېږي.

نوموړی له حکومته غواړي چې د داخلي تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ په موخه باید د ورته توکو د وارداتو مخه ونیسي.

دغه‌راز، د بکسونو یوه بل پلورونکي او تولیدوونکي نورالله محمدي هم اندېښنه وښوده، ویې ویل چې حکومت باید په لومړي ګام کې له داخلي تولیداتو د ملاتړ په موخه د ورته توکو د وارداتو چې کیفیت یې هم ټيټ دی، مخه ونیسي.

هغه وویل، دوی په هرات کې د ټولو ولایتونو د اړتیا وړ د هر ډول بکسونو د تولید وړتیا لري او باید د دوی ملاتړ وشي.

هغه زیاتوي چې دوی اوسمهال په دغه ولایت کې هر ډول بکسونه تولید کړي چې ډېر ښه کیفیت لري او له خلکو غواړي څو له داخلي تولیداتو او محصولاتو استفاده وکړي.

په دغه ولایت کې د اقتصادي چارو کارپوهان له داخلي تولیداتو او محصولاتو استفاده د پانګوالو پر زیان بولي او وایي چې باید له سوداګرو او پانګوالو دولت او خلک ملاتړ وکړي، هغوی ته دې لازمې اسانتیاوې او دغه‌راز د تولیداتو د پلور لپاره یې په داخل او له هېواده بهر بازار برابر کړي.

یوه کارپوه ګلاب حیدري پژواک ته وویل: «حکومت باید د ورته توکو پر وارداتو چې موږ یې په داخل کې تولیدوو، محدویتونه وضع کړي او د هغو واردېدو مخه دې ونیسي.»

حیدري د ورته توکو د نه واردولو په اړه وویل، دغه کار د دې لامل کېږي چې سوداګر سیالي ونه کړای شي او د سوداګرو د ماتې لامل شي او د هېواد لپاره یوه لویه ستونزه دا ده چې تل د یو هېواد په توګه پر نورو هېوادونو متکي پاتې کېږي او د دې لړۍ دوام د هېواد د اقتصاد کمزورۍ لامل کېږي.

د هرات د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي چې د بکسونو او بوټونو د تولید برخې ته د اسلامي امارت له خوا پوره پاملرنه شوې ده.

د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي بشیرمحمد سیرت پژواک ته وویل چې له ترسره شوو ارزونو وروسته به ډېر ژر د دغه ولایت په ګمرکونو کې پر بکسونو او بوټونو ګمرکي تعرفې لوړې شي.

نوموړي وویل چې دا تعرفې به د ورته بکسونو پر وارداتو له ۱۰ تر ۳۰ سلنې او پر پلاستیکي توکو له ۱۰ تر ۲۰ سلنې لوړې شي چې د هغه په خبره، دا له داخلي تولیدوونکو او پانګوالو یو ښه ملاتړ دی.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.