Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني په خواجه عمري کې یو ډول ناروغۍ د الو باغونه زیانمن کړي

غزني ښار (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د غزني د خواجه عمري یو شمېر بڼوال وايي، په دې ولسوالۍ د الو ونو ته یو ډول ناروغي پیدا شوې چې ورسره یې حاصلات زیانمن شوي دي.

د هغوی په وینا، دوی هر کال د الو حاصلات پلوري او خپلې اقتصادي ستونزې پرې حل کوي خو سږ کال یې حاصلات له ناروغۍ سره مخ دي او دوی یې سخت اندېښمن کړي دي.

د خواجه عمري د ګمبت کلي یوه بڼوال حاجي امید پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږ کال یې د الو بڼ شاوخوا اتیا سلنه ونې له یو ډول ناروغۍ سره مخ دي.

هغه وايي: «داسې یو شی ورته پیدا شوي چې خپله د الو دانه مخکې له دې چې پخه شي، دانه یې وړه او وچېږي، ما مخکې کله داسې ناروغي نه وه لیدلې.»

دغه راز، د خواجه عمري ولسوالۍ د ده‌حاجي سیمې یوه بڼوال محمدالدین هم پژواک ته وویل چې د الو ونو یې سږ کال مرض کړی او میوه یې چينجي وهلې ده.

هغه وايي: «تېر کال زمونږ حاصلات بارانونو او ږلۍ خراب کړل او سږ کال بیا د الو ټولې ونې چینجیو وهلې دي.»

ده وویل چې د دې ولسوالۍ نږدې په ټولو سیمو کې د الو ونې له ورته ناروغۍ سره مخ دي.

د یادې ولسوالۍ یو شمېر نورو بڼوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولینو او موسسو یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دغه راز، په غزني کې د کرنیزو چارو یوه کارپوه انجنیر محمداصف پژواک ته وویل چې دا یو ډول ساري نارغي ده له یوې ونې څخه بلې ته سرایت کوي.

هغه وايي چې دغه ناروغي یو کال د ونو میوه له منځه وړي او بل کال ته بیا خپلې ونې هم وچوي.

هغه وویل چې اقلیمي بدلونونه، ناپاک چاپېریال، د کروندګرو نه پوهاوی او د ناروغیو نه پېژندنه ټول هغه موارد دي چې حاصلات زیانمنوي او یا یې له منځه وړي.

ده هم ټینګار وکړ چې په دې برخه کې باید حکومت او موسسې له کروندګرو سره همکاري وکړي او پوهاوی ورته ورکړي.

بل لورته حکومتي چارواکي هم د خواجه عمري ولسوالۍ د الو ونو دغه ناروغي تاييدوي.

د غزني کرنې ریاست د نباتاتو ساتنې مدير ذکریا هوتک پژواک ته وویل، دې ته خاکسرک ناروغي وايي چې د خواجه عمري ترڅنګ په یو شمېر نورو سیمو کې یې هم بڼوالو ته زیانونه اړولي دي.

هغه وايي چې کروندګرو ورته د یادې ناروغۍ سمپلونه راوړي، دوی په هڅه کې دي چې مناسب درمل ورته پیدا کړي.

هوتک زیاته کړه: «تېرکال مو د شفته ناروغۍ لپاره کروندګرو ته ۵۰ - ۵۰ لېتره درمل ورکړي وو خو سږ کال په لاس کې تر اوسه څه نه لرو، دوی باید له بازاره دوا واخلي.»

یادونې ده، الو د غزني یو له مهمو کرنیزو محصولاتو څخه شمېرل کېږي چې ښه کیفیت او نړۍوال شهرت هم لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.