ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې نږدې لس میلیون مترمربع ځمکه له ماینونو او ناچاودو توکو پاکه شوې

کونړ کې نږدې لس میلیون مترمربع ځمکه له ماینونو او ناچاودو توکو پاکه شوې

author avatar
17 Jul 2024 - 18:42
کونړ کې نږدې لس میلیون مترمربع ځمکه له ماینونو او ناچاودو توکو پاکه شوې
author avatar
17 Jul 2024 - 18:42

اسعداباد (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د کونړ ولایتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې د ماین پاکۍ یوې موسسې په تېر یوه کال کې نږدې لس میلیون مترمربع ځمکه له ماینونو او ناچاودو توکو پاکه کړې ده.

د کونړ پېښو ته د رسېدو او چمتووالي ادارې د زیانونو ارزونې مدیر احسان‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د اومر په نوم د ماین پاکۍ یوې موسسې په همکارۍ د اسعداباد ښار په ګډون د نرنګ، مرورې، شلتن، خاص‌کونړ او شیګل ولسوالیو ۱۶ لوی کلي چې پخوا په نښه شوي وو، له ماینونو او ناچاودو توکو پاک شوي دي.

هغه زیاته کړه: «موږ د تېر یوه کال په اوږدو کې د اومر ماین پاکۍ موسسې په همکاري کونړ کې څه باندې ۸.۹ میلیون مترمربع ځمکه له چاودېدونکو توکو او ماینونو پاکه کړې ده.»

نوموړی وايي، د دې موسسې په همکارۍ یې د یادو کلیو اوسېدونکو ته د ماین د خطرونو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی دی.

هغه زیاته کړه چې په دغه ولایت کې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالیو یو شمېر سیمو کې لا هم ماینونه او ناچاوده توکي پاتې دي چې هڅه کوي د همکارو موسسو په مرسته یې له منځه یوسي.

ورته مهال، د یاد ولایت اوسېدونکي خوښ دي چې سیمې یې له ماینونو او ناچاودو توکو پاکې شوې دي.

د اسعداباد ښار د دم‌کلي اوسېدونکي ۲۶ کلن محبت‌الله وویل: «کابو ۱۱ کاله وړاندې زه او زما دوه کوچني وروڼه یارګل په سیمه کې د خوړ پر غاړه تېرېدو چې په ماین ور برابر شوو، په چاودنه کې زما یو لاس او دوه پښې پرې شوې، یوه سترګه مې له لاسه ورکړه، خو زما کوچني وروڼه خدای وساتل.»

هغه وایي، لا هم په ډېرو سیمو کې د پخوانیو جګړو پر مهال خښ شوي ماینونه او ناچاودې مرمۍ پاتې دي.

ورته مهال، د دانګام ولسوالي اوسېدونکی قاري یوسف بیا وایي، د ځمکنیو ماینونو او ناچاوده توکو له امله نږدې هره ورځ په دې ولسوالۍ کې شپانه او څاروي له ګواښ سره مخ وي.

هغه زیاته کړه: «موږ د ډیورنډ کرښې ته نږدې پرته ولسوالۍ کې ژوند کوو، دلته د اغزن تار په اوږدو کې پاکستاني ځواکونو ماینونه خښ کړي چې سېلابونو هوارو سیمو ته راوړي دي، ډېر ځله یې د چادونو له امله زموږ بې ګناه‌ وطنوال په تېره ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي او څاروي مو هم له منځه ځي.»

په هېواد کې له پخوانیو جګړو راپاتې ماینونه او ناچاودې مرمۍ چې اوس هم په بشپړ ډول نه دي پاک شوي، ډېر وخت د خلکو ژوند اخلي.

Views: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.