ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د یوې رغنیزې پروژې چارې پيل شوې

خوست کې د یوې رغنیزې پروژې چارې پيل شوې

author avatar
18 Jul 2024 - 16:26
خوست کې د یوې رغنیزې پروژې چارې پيل شوې
author avatar
18 Jul 2024 - 16:26

خوست‌ښار (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د خوست ښاروالۍ له خوا د ۱۸،۵ ميليون افغانيو په لګښت د بيارغونې يوې پروژې چارې پيل شوې.

د مسوولينو په وينا، د بیارغونې دغه پروژه د ښار لوېديځ لور ته د ازادۍ مېنې ښارګوټي کې پلې کېږي.

د خوست ښاروال قاري بسم‌الله بلال وايي چې په دې پروژه کې د شاوخوا څلورنيم کيلومتره په اوږدوالي په اساسي ډول د ویالو جوړول دي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پروژه کې د ویالو ترڅنګ د ۱۵۴ پلچکونو جوړول هم شامل دي.

هغه زیاته کړه، له دې پروژې سره به چې د راتلونکو شپږو مياشتو په موده کې به بشپړه او کټې اخيستنې ته وسپارل شي، د ياد ښارګوټي د اوسېدونکو ډېرې ستونزې هوارې شي.

د ښاروال په وينا، روان کال د خوست ښاروالۍ د بيارغونې ۳۲ بېلابېلې پروژې په پلان کې لري چې په ښار او ښار ته نږدې سيمو کې به پلې شي.

په همدې حال کې، د ازادۍ مېنې ښارګوټي اوسېدونکي هم وايي چې دا مهال د دغه ښارګوټي زياتره کوڅې او سړکونه په بد حالت کې دي او د ویالو نشتوالي له امله د باران اوبه د دوی کورونو ته ننوځي.

د دغه ښارګوټي یوه اوسېدونکي حاجي منډاير منګل پژواک ته وويل، که څه هم د دې پروژې پر پيلېدو خوښ دی خو زیاتوي چې په نورو برخو کې هم د پروژو پلې کېدو ته اړتيا ليدل کېږي.

د يادې سيمې بل اوسېدونکي محمديوسف وويل، لويه ستونزه چې په دغه ښارګوټي کې موجوده ده، هغه د کاناليزاسيون نشتوالی دی.

هغه زیاته کړه، که ښاروالۍ يې پر وخت غم ونه خوري، ښايي په نږدې راتلونکي کې دوی د څښلو پاکې اوبه ونه لري.

ورته مهال، د خوست ښاروالۍ مسوولين بيا ډاډ ورکوي، هڅه يې دا ده چې د خپلو امکاناتو سربېره د نورو مرستندويه ادارو په همکارۍ هم ښاريانو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتياوې رامنځته کړي.

Views: 13

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.