ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ۴۴ کلونو وروسته هېواد ته راغلی یو افغان: د افغانستان وضعیت لکه څنګه چې منفي تبلیغ کېده، هغسې نه دی

له ۴۴ کلونو وروسته هېواد ته راغلی یو افغان: د افغانستان وضعیت لکه څنګه چې منفي تبلیغ کېده، هغسې نه دی

author avatar
18 Jul 2024 - 17:30
له ۴۴ کلونو وروسته هېواد ته راغلی یو افغان: د افغانستان وضعیت لکه څنګه چې منفي تبلیغ کېده، هغسې نه دی
author avatar
18 Jul 2024 - 17:30

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۳): فرید زکریا، هغه افغان ‎چې له ۴۴ کلونو وروسته له امریکا افغانستان ته راغلی وايي، د هېواد وضعیت لکه څنګه چې منفي تبلیغ کېده، هغسې نه دی، د هېواد د وضعیت په اړه یې ډاډ ترلاسه کړی او څو میاشتې وروسته به خپله کورنۍ هم افغانستان ته راولیږي.

فرید زکریا له پژواک خبري اژانس ته ځانګړې مرکه کې وویل چې د ۱۹۸۰ کال په وروستیو کې یې په هېواد کې د سیاسي مسایلو او جګړې له امله افغانستان پرېښود او کډوال شو. هغه له ۴۴ کلونو وروسته د روان ۲۰۲۴ کال د اپرېل په ۱۷مه نېټه افغانستان ته راغلی و.

هغه وویل، هغه مهال کابل د علم او فرهنک مرکز و او په افغانستان کې یوه ریښتینې سوله راغلې وه چې ټولو افغانانو ارام ژوند درلود او له کومې ستوزې او وېرې پرته یې په ټولو ولایتونو کې خپل ژوند کاوه.

هغه زیاته کړه: «د انقلاب په راتلو او د کورنیو جګړو له پیلېدو سره د افغانستان د بدبختۍ د بنسټ لومړنۍ خښته کېښودل شوه.»

د هغه په وینا، له همدې امله یې کډوالۍ ته مخه کړه او له افغانستانه تر وتلو وروسته څه موده په پاکستان کې اوسېده او وروسته امریکا ته کډوال شو‎.

ذکریا وايي، په لومړیو کې د کډوالۍ ژوند ستونزمن و او ډېرې سختۍ یې ګاللې دي، خو د وخت په تېرېدو سره یې ژوند بېرته عادی حالت عالت ته راغی، «اوس ارام ژوند لرو، اولادونه مې په کار مصروف دي او زه خپله یو کوچنی تجارت لرم.»

نوموړی چې څلور اولادونه لري، ټول له هېواده بهر زیږېدلي او اوس په امریکا کې د طبابت په برخه کې کار کوي.

هغه وايي، پر دې سربېره چې اولادونه یې په بهر کې زیږېدلي، خو بیا هم ټول په پښتو او دري ژبو خبرې کولای شي.

نوموړی زیاتوي، کله یې چې افغانستان ته د راتګ پریکړه وکړه، ټوله کورنۍ یې مخالفه وه، خو بیا هم‎ افغانستان ته راغی.

هغه څه باندې درې میاشتې کېږي ‎چې افغانستان ته راغلی او په دې موده کې د کندهار، بلخ، هرات، ننګرهار او پنجشېر په ګډون د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته تللی دی.

ذکریا وايي، لکه څرنګه چې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د افغانستان په اړه منفي تبلیغ کېده، هغه ډول نه و او له کومې ستونزې او اندېښنې پرته یې د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې ده.

د هغه په وینا، د هغه مهال په پرتله چې له افغانستانه تللی و، هېواد اوس ‎ډېر بدلون کړی او ډېرې ابادۍ شوې دي او هیله‌من دی چې افغانستان لا ډېر پرمختګ وکړي او د ګاونډیو هېوادنو سره سیال شي.

نوموړي په هېواد کې د سرتاسري امنیت له ټینګېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل،‎ اقتصادي بې‌وزلي او د نجونو ‎پر زده‌کړو بندیز هغه دوه موارد دي چې اوسنی حکومت باید ورته پاملرنه وکړي څو یوه لوستې ټولنه رامنځته شي.

هغه دې ته په اشاره چې د قران‌کریم لومړنی ایت د اقرا په کلمه نازل شوی، د ښځو او نارینه‌وو پر زده‌کړو او په هېواد کې یې د بې‌سوادۍ د کچې پر ټیټېدو ټینګار وکړ.

ذکریا دغه‌راز د ټولو افغانانو او سرپرست حکومت ترمنځ د خبرو پر پیلېدو ټینګار وکړ څو د خبرو له لارې د هېواد شته ستونزې حل شي.

په ورته وخت کې، هغه افغانستان ته د راتګ په اړه له خپلې پرېکړې خوښ دی او له ۴۴ کلونو وروسته افغانستان لیدل ورته حیرانوونکي دي، «کاش کولای مې شوای یو ۱۰ ورځې نور هم همدلته پاتې شم.»

ذکریا چې د روانې اونۍ د سې‌شنبې په ورځ بېرته امریکا ولاړ وویل،‎ له نږدې یې د افغانستان په لیدو‎ د هېواد له وضعیته‎ ډاډ ترلاسه کړی او څو میاشتې وروسته به خپله کورنۍ هم افغانستان ته راولیږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.