ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ او لوګر کې ۱۳۰ ټنه تاریخ‌تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

بلخ او لوګر کې ۱۳۰ ټنه تاریخ‌تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

مزارشریف، پل‌علم (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۳): حکومتي مسوولین وايي چې بلخ او لوګر ولایتونو کې یې ۱۳۰ ټنه تاریخ‌تېر او بې‌کیفیته خوراکي توکي او درمل سوځولي دي.

د بلخ د خوړو او درملو ادارې رییس نجیب‌الله توانا پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېرو درېیو میاشتو کې د بلخ له مرکز او ولسوالیو څخه ۱۰۰ ټنه تاریخ‌تېر او بې‌کیفیته درمل او خواړه راټول شوي وو چې نن وسوځول شول.

هغه زیاتوي چې له سوځول شوو سل ټنو توکو څخه ۷۰ ټنه یې بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر خوراکي توکي او پاتې نور یې درمل وو.

توانا دغه راز وویل، د یادې ادارې نظارتي ټیمونه هره ورځ د ښار بېلابېلو سیمو کې ګرځي او هڅه کوي څو تاریخ‌تېر او بې‌کیفیته درمل او خواړه راټول کړي.

په همدې حال، د بلخ چاپېریال ساتنې رییس شمس‌الدین ابو خالد د دې ادارې له کړنو او هڅو هرکلی کوي او وایي چې دغه چاره باید روانه وساتل شي څو خلک د دغه ډول خوراکي توکو او درملو له زیان څخه وساتل شي.

بلخوا، بلخ کې د درملیزو خدمتونو اتحادیې مشر محمدالله هم ډاډ ورکوي چې دوی هڅه کوي څو د تاریخ‌تېر درملو په راټولولو کې له حکومت سره مرسته وکړي.

د بلخ خوړو او درملو ادارې د مسوولینو د معلوماتو له مخې، دغه اداره به په نږدې راتلونکي کې د بلخ ګمرک سربېره د مزارشریف ښار یو شمېر برخو کې د خوراکي توکو او درملو د کیفیت معلومولو په موخه لابراتوترونه فعال کړي.

‎د یو بل خبر له مخې، لوګر ولایت کې ۳۰ ټنه تارېخ‌تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول.

د لوګر د خوړو او درملو ادارې امر ډاکټر شېرجان حقمل پژواک ته وویل چې په تېرو شپږ میاشتو کې له مرکز پل‌علم او بره‌کي‌برک ولسوالۍ ۳۰ ټنه تاریخ‌تېر او بې‌کیفیته درمل او خواړه راټول شوي وو چې نن وسوځول شول.

هغه وویل چې د دوی د څارنې ډلې په ښار او ولسوالیو کې ګرځي څو له درملتونو او هټيو څخه بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر درمل او خوراکي توکي راټول کړي.

نوموړي له ټولو سوداګرو او صنعت‌کارانو غوښتنه وکړه چې د بې‌کیفیته او تاریخ‌تېرو درملو له راوړلو او پلور ډډه وکړي.

دغه راز، د مرکز پل‌علم یوه اوسېدونکي ډاکټر نعمت‌الله وویل، خوښ دی چې په ښار او ولسوالیو کې له درملتونونو او د خوراکي توکو له هټیو څخه وخت په وخت څارنه کېږي.

هغه ټینګار وکړ چې خلک باید اول د توکو تاریخ وګوري او بیا یې وپېري.

Views: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.