ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان وو

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان وو

author avatar
20 Jul 2024 - 16:59
تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان وو
author avatar
20 Jul 2024 - 16:59

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۳): تېره اونۍ، ا.ا د وسلو د پلور په اړه د ټرمپ خبرې رد کړې، ځینو هېوادونو افغانستان کې د سفارتونو پرانیستې ته لېوالتیا وښوده او اسلام‌اباد له کابله د بنو برید په اړه د پلټنو غوښتنه وکړه، خو کابل وایي، دا برید له افغانستان سره تړاو نه لري.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • اسلام‌اباد: کابل دې د بنو برید په اړه پلټنه وکړي؛ کابل: د بنو برید له افغانستان سره هيڅ تړاو نه لري.
  • ځیني اروپايي هېوادونه په افغانستان کې د خپلو سفارتونو پر پرانیستو غور کوي.
  • مولوي عبدالکبیر: د امریکا له مخالفت سره سره، له نړۍ سره د ا.ا اړیکې پراخېږي.
  • ټرمپ: افغانستان اوس د وسلو پر پلورونکي هېواد بدل شوی؛ مجاهد: دا څرګندونې ردوو.
  • زرګونو تنو له ا.ا څخه غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي؛ ا.ا: دلته بشري حقونه خوندي دي.
  • چین له راستنېدونکو افغان کډوالو سره سل میلیون چینایي ینه مرسته کوي.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان وو.

ځايي چارواکي وايي، ناپېژانده کسانو په سرپل کې د محرم د دیارلسمې نېټې پر مراسمو لاسي بم غورځولی چې له امله یې اووه کسان برسېرن ټپيان شوي او بادغیس کې یوه کور ته لاسي بم غورځول شوی چې له امله یې یو تن وژل شوی.

تېره اونۍ، بغلان او فاریاب کې دوه کسان په ډزو وژل شوي، ناپېژاندو کسانو لوګر کې يو قومي مشر وژلی، جوزجان کې یو کس خپل خسر د تبر په ګوازرونو وژلی او لوګر کې یوه پلار خپل ۱۸ کلن زوی په چاقو وهلی او وژلی یې دی.

د راپورونو له مخې، میدان‌وردګو کې پر یوه ۵۸۰ بس موټر له پخوا پاتې یوه ماین چاودنه کړې چې له امله یې يوې ښځې ژوند بایللی او پنځه نور کسان ټپیان شوي، ننګرهار کې هم پر یوه مازدا موټر ورته چاودنه شوې، چلوونکی یط ټپي شوی او ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې يو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي او یو بل ټپي و.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د اسلام‌اباد ادعا او د کابل ځواب

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ وسله‌والو د خیبر پښتونخوا د بنو پر پوځي مرکز د موټربم په وسیله برید وکړ. د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو او عامه اړيکو ادارې «ای‌اېس‌پي‌ار» ويلي چې په دغه برید کې اته پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت مرستیال په دې اړه وروباله  چې د افغانستان سرپرست حکومت دې د بنو د برید عاملینو پر وړاندې په بشپړه توګه پلټنه او اغېزناک اقدام وکړي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین په دې اړه په غبرګون کې ویلي چې د هر هېواد داخلي امنیت، پر هماغه هېواد پورې اړه لري او پاکستان باید د تور لګولو پر ځای خپل امنیت ته پام وکړي.

هغه ویلي، د اسلامي امارت پالیسي اقتصادمحوره ده، په خپل هېواد او سیمه ‎کې امنیت او ثبات غواړي او تل د خبرو او تعامل له لارې د مسایلو پر حل ټينګار کوي.

دغه راز، په پاکستان کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست سرداراحمد شکېب له افغان خاورې د ترهګریز ګواښ په تړاو هر ډول ادعا ردوي او وایي، د بنو پېښه له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري.

له دې وړاندې هم اسلامي امارت په وار وار د پاکستان په ناامنیو کې د افغانستان لاس لرل رد کړي او له اسلام‌اباده یې غوښتي چې خپلې ستونزې په افغانستان پورې ونه‌تړي.

له کابل سره تعامل ته د ځینو هېوادونو لېوالتیا

یو شمېر غربي ډیپلوماټانو ویلي، ځيني اروپايي هېوادونه په افغانستان کې د خپلو سفارتونو پر پرانیستلو غور کوي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، یوه اروپايي ډیپلومات ویلي، د بروکسل چارواکو چې د اروپايي ټولنې مرکزي دفتر دی، په تدریجي ډول په افغانستان کې د ډیپلوماتیکو ماموریتونو د بیا پیلولو اړتیا درک کړې ده.

د راپور له مخې، بلومبرګ امریکايي خبري رسنۍ وايي، د ایټالیا بهرنیو چارو وزیر “انتونیو تاجاني” په دغه ډیپلوماټیک چلند کې رامخکې شوی او ډاګیزه کړې یې ده چې په قطر کې مېشت سفیر یې په دې وروستیو کې کابل ته سفر کړی دی.

د اسپانیا بهرنیو چارو وزیر خوزه مانوېل الباریس هم تېره اونۍ په یوه مرکه کې ویلي، څومره ژر چې امنیتي شرایط برابر شي، خپل سفیر کابل ته لېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د رييس‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي: «څلوېښت سیاسي استازولۍ لرو، نو څه کم درېیو کلونو کې، سره له دې چې امریکا بدماشي کوي خو په نږدې درېیو کلونو کې دومره سیاسي استازولۍ د امریکا له مخالفت سره سره زموږ پر سالم سیاست دلالت کوي.»

د افغانستان په اړه د ټرمپ څرګندونې او د ا.ا غبرګون

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد په ملي کانګرېس کې ادعا کړې چې افغانستان اوس د وسلو پر ستر پلورونکي هېواد بدل شوی او هغه وسلې پلوري چې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتې دي.

هغه ویلي، له دوی په افغانستان کې د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پاتې شوي دي.

دغه راز، هغه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو څرنګوالی د امریکا د تاریخ تر ټولو ستر «شرم» بللی او ویلي یې دي چې له افغانستانه یې د وتلو ډېر ښه او اغېزناک پلان درلود، لومړی یې سرتېري نه ایستل، غوښتل یې بګرام هوايي اډه وساتي‌، خو د بایډن د ادارې له امله دغه کار هم ونه شو.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبيح‌الله مجاهد په دې اړه ویلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل ښه خبره وه، لامل یې بې له شکه د افغانانو قربانۍ، د افغانانو جهاد او د اشغال پر وړاندې شل کلنه مبارزه وه.

مجاهد په افغانستان کې د شته وسلو او تجهیزاتو په اړه ویلي: «زه باید تاسو ته یادونه وکړم، ټول هغه تجهیزات چې په افغانستان کې وو او دي، زېرمه او ساتل شوي، هغه د افغانستان شتمني ده او لا هم د وطن د ساتنې، د ارزښتونو د ساتنې او د خپلو هېوادوالو او خاورې د ساتنې په خاطر یې ساتنه او پالنه کېږي.»

د هغه په وینا، هیڅ وسله نه ضایع کېږي، نه یې د خرڅلاو اجازه شته او نه یې د لېږدولو اجازه، په دې اړه ادعاوې کېږي، رښتیا نه دي او ردوي یې.

بشري حقونه

تېره اونۍ د بښنې نړۍوال سازمان وویل، نږدې ۳۵۵ زره کسانو د یوه لیک په لاسلیکولو سره د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

سرچینې لیکلي: «لکه څنګه چې د بشري حقونو ناوړه وضعیت دوام لري، موږ باید په افغانستان کې د حساب ورکونې او عدالت لپاره خپلې ګډې غوښتنې ته دوام ورکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په یوه ناسته کې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض او «ترهګرو» ډلو د شتون په تړاو د لوېدیځ تورونه بې‌بنسټه ګڼلي دي.

متقي ویلي: «کله وايي چې د بشر حقونه دي، کله وايي چې د ښځو حقونه دي، کله وايي چې القاعده او نورې ډلې موجودې دي، دغه قضاوت یا دغه معلومات تاسې د کوم میکانیزم له مخې کوئ؟ په زرګونو کیلومټرو لرې یوازې د ځينو خاصو، مغرضو کړیو او د افغانستان د دښمنانو له منابعو معلومات ترلاسه کوئ او هغه بیا د مستندو معلوماتو په نامه خپروئ.»

افغان اوسنیو چارواکو د ځینو نړۍوالو بنسټونو د دې ډول څرګندونو په غبرګون کې بیا بیا ویلي چې په په افغانستان کې د هيچا شرعي او بشري حقونه نه دي ضايع شوي او په دغه هېواد کې د ټولو حقونه د شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

د مرستو دوام

په کابل کې د چین سفیر د اقتصاد وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د سل میلیون چینایي ینو مرستې ژمنه وکړه.

Views: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.