ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایران په ننګرهار کې له توپان او سېلاب‌ځپلو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

ایران په ننګرهار کې له توپان او سېلاب‌ځپلو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

author avatar
20 Jul 2024 - 17:52
ایران په ننګرهار کې له توپان او سېلاب‌ځپلو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه
author avatar
20 Jul 2024 - 17:52

جلال‌اباد (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۳): په ننګرهار کې د ايران قونسلګرۍ له لوري په دغه ولايت کې د وروستي توپاني اورښت له امله زيانمنو شوو زرو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

دا مرستې نن (د چنګاښ ۳۰مه) د ننګرهار مرستيال والي ته وسپارل شوې.

د دغو مرستو سپارلو پر مهال په جلال‌اباد کې د ايران د قونسلګرۍ مرستیال بهرام جمالي وويل، حکومت او خلک يې د ننګرهار پر وروستۍ پېښې خواشيني دي او دغه مرسته يې له خپلو افغان مسلمان وروڼو او خویندو سره د اسلامي همدردۍ له مخې ترسره کړه.

نوموړي زیاته کړه: «موږ له خپلو مسلمانانو وروڼو سره بشپړه خواخوږي لرو، هغه که د دنيا په هر ځای کې وي، د خپل توان له مخې ورسره مرسته او همکاري کوو.»

د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيداحمد بنوري وويل، په مرسته شوو خوراکي توکو کې زر بورۍ اوړه، زر بوشکې پنځه لېتره غوړي او زر لس کيلويي بورۍ وريجې شامل دي.

هغه زياته کړه چې تر دې دمه له زيانمن شوو کورنيو سره اسلامي امارت او خيريه بنسټونو کافي مرستې کړې او ډېر ژر به د مرستندويه ادارو له لوري نورې مرستې هم ترسره شي.

د ولایت مرستيال دغه راز وويل چې وروستيو اورښتونو له امله د ځاني زيان ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې سخت مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د یادونې ده، د تېرې دوشنبې په ورځ جلال‌اباد ښار او ځينې ولسوالۍ شديد توپاني باران وځپلې چې له امله يې شاوخوا ۴۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

Views: 21

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.