ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې چاودنې دوه کسان وژلي او شپږ نور ټپیان دي

پروان کې چاودنې دوه کسان وژلي او شپږ نور ټپیان دي

author avatar
20 Jul 2024 - 16:20
پروان کې چاودنې دوه کسان وژلي او شپږ نور ټپیان دي
author avatar
20 Jul 2024 - 16:20

چاریکار (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د پروان امنیه قومانداني وایي، د چاریکار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د زړو اوسپنو یوه سرای کې چاودنه شوې چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د پروان امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چاودنه نن غرمه مهال د چاریکار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې د سرک نو سیمه کې شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي: «د لومړنیو معلوماتو له مخې، یاده  چاودنه په راټولو شوو اوسپنو کې د چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې دوه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او  شپږ نور زخمیان دي.»

د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، ټپیان د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.