کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، په سیمه کې ځینې هېوادونه د ناسمو معلوماتو پر اساس غرضي تبلیغات کوي، خو د ا.ا موقف روښانه دی چې د افغانستان له خاورې به هېچا ته خطر متوجه نهشي او هېوادونه هم نهباید د خپل بام واورې پر افغانستان واچوي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې نن کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور ازموینې د پایلو اعلان په مراسمو کې وکړې.
ده وویل، اسلامي امارت په تېرو څه کم درېیو کلونو کې په خپل کورني او بهرني سیاست کې د پاموړ لاسته راوړنې لري او د افغانستان د رغونې او ملي اقتصاد د احیا کولو هڅې روانې دي.
دی وايي، د دوحې په درېیمه ناسته کې نړۍ د افغانستان پرمختګونه وستایل او د ناستې ګډونوالو له اسلامي امارت سره پر تعامل ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه، دا مهال اسلامي امارت له افغانستانه بهر کابو ۴۰ فعالې سیاسي استازولۍ لري او له نړۍ سره تعامل ورځ تر بلې پیاوړی کېږي.
هغه زیاتوي: «موږ د افغانستان په اړه د نړۍوالو قضایاوو برخه کې د خپلو ستراتېژیکو همکارو لکه روسیه او چین او نورو دريځ ستایو او باوري یو چې له افغانستان سره تعامل به سیمه او نړۍ د امن، ثبات او پرمختګ پر لور بوځي.»
په افغانستان کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف ټاس ته ویلي چې د اسلامي امارت له استازو سره د مسکو تماسونه نږدې شوي، اسلامي امارت د ترهګرۍ له ګواښ سره په مبارزه کې د مسکو متحد دی.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وویل، په سیمه کې ځینې ګړۍ او هېوادونه د ناسمو معلوماتو او یا د خپلو ګټو پر اساس غرضي تبلیغات او څرګندونې کوي خو د اسلامي امارت موقف روښانه دی چې د افغانستان له خاورې به هېچا ته خطر متوجه نهشي او هېوادونه هم نهباید د خپل بام واورې پر افغانستان واچوي.
خو مولوي عبدالکبیر د کوم هېواد نوم یاد نه کړ.
مولوي عبدالکبیر وايي: «اسلامي امارت د خپل اقتصادمحوره بهرني سیاست له مخې هڅه کوي چې له ګاونډیانو او د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې ولري، خو دا موقف باید زموږ پر ضعف تعبیر نهشي، بلکې دا د حسن نیت نښه ده چې اسلامي امارت پر تعامل او د مثبتو اړیکو پر پرمختیا باور لري.»
هغه زیاته کړه: «په افغانستان کې د هېچا فرمایش ته سره نه ټیټهوو، بلکې د فرمایشونو او ناسمو تورونو پر ځای موږ کولای شو چې پر واقعیتونو تمرکز وکړو او د همکاریو پراختیا ته زمینه برابره کړو.»
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال دغه راز وویل، کانکور د افغانستان د تحصیلي سیسټم له مهمو برخو دی، په کانکور پروسه کې د سمت، ژبې او قوم نسبتونه هېڅ رول نه لري، بلکې د نتایجو اساس د ګډونوالو خپل مهارت او پوهه ټاکي.
دی وايي، اسلامي امارت پر دې باور دی چې له یوه معقول او د اوسنيو شرایطو غوښتنو سره سم تعلیمي او تحصیلي سیسټم کولای شي چې ځوانان د ټولنې له اړتیاوو سره سم وروزي، افغانستان په بېلابېلو برخو کې مسلکي او فني کادرونو ته اړتیا لري.
مولوي عبدالکبیر همدارنګه وویل، اسلامي امارت د زدهکړو هر ډول شرایط برابروي او په وینا یې، افغانستان دیني او عصري علومو ته اړتیا لري، د جومات او ښوونځي ترمنځ واټن باید ختم شي، افراط او تفریط باید ونه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP