ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د رسمي سرحدونو او ډیورنډ کرښې ارزونه وشوه

بدخشان کې د رسمي سرحدونو او ډیورنډ کرښې ارزونه وشوه

author avatar
21 Jul 2024 - 11:43
بدخشان کې د رسمي سرحدونو او ډیورنډ کرښې ارزونه وشوه
author avatar
21 Jul 2024 - 11:43

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي چې یوه پلاوي یې د بدخشان په درېیو ولسوالیو کې د ډيورنډ فرضي کرښې او رسمي سرحدونو ارزونه کړې ده.

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د بدخشان ولایت واخان، زیباک او کران منجان ولسوالیو د پلټنې، مطالعې او څېړنې په موخه د یاد وزارت د سرحدي ارزونو مشر انجنیرغلام صدیق سباوون د یوه پلاوي په مشرۍ دغو ولسوالیو ته سفر کړی.

په خبرپاڼه کې په زیباک او کران منجان ولسوالیو کې د یادې ارزونې په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي، خو په کې راغلي چې یاد پلاوي په واخان ولسوالۍ کې له پاکستان سره ۲۴۶،۰۱ کيلومتره فرضي کرښه او له تاجکستان سره ۴۳۴،۶۲ کیلومتره، له چین سره ۹۶ کیلومتره او له جموکشمیر سره ۱۰۲ کیلومتره رسمي سرحدونه مطالعه کړي او ارزولي دي.

سرچینې لیکلي: «دغه پلټنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې له شاوخوا درېیو لسیزیزو را په دې خوا د ډيورنډ فرضي کرښې او سرحدي پولو ته څوک د کتنې په موخه نه دي ورغلي. د دې پلټنې په ترڅ کې د هېواد ارزښتمنې ساحې چې واخان او پامیرونه یې د یادولو وړ دي، هم مطالعه او وڅېړل شول.»

په خبرپاڼه کې راغلي، د یادو سیمو له ډلې پامیر- چې د نړۍ د بام په نوم مشهوره سیمه ده – د افغانستان د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې موقعیت لري او د سیمې په کچه د جیوپولیټیک او جیوستراتيژیک ځایګي له پلوه له خورا لوړ ارزښت او پوره اهمیت څخه برخمن دی.

سرچینې د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد هغه څرګندونې هم یادې کړې دي چې ویلي یې وو «واخان د افغانستان د سر مثال لري او هیچا ته به اجازه ور نه کړو چې دې ته کوم زیان ورسوي.»

په خبرپاڼه کې راغلي چې واخان د بدخشان له مهمو ولسوالیو شمېرل کېږي چې د پاکستان له نامنل شوې فرضې کرښې (ډیورنډ)، جمو کشمیر، چین او تاجکستان سره ګډه پوله لري او د پامیر د واورینو غرونو د شتون له کبله د امو سیند یوه له مهمو سرچینو څخه شمېرل کېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.