ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د روسیې سفیر: ښایي روسیه په افغانستان کې نورې قونسلګرۍ پرانیزي

کابل کې د روسیې سفیر: ښایي روسیه په افغانستان کې نورې قونسلګرۍ پرانیزي

author avatar
21 Jul 2024 - 14:52
کابل کې د روسیې سفیر: ښایي روسیه په افغانستان کې نورې قونسلګرۍ پرانیزي
author avatar
21 Jul 2024 - 14:52

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۳): کابل کې د روسیې سفیر ویلي چې ممکن روسیه په افغانستان کې نورې قونسلګرۍ پرانیزي.

کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې مسکو په افغانستان کې د ډېرو قونسلګریو پرانیستلو احتمال نه ردوي، نوموړي د دې په اړه چې څو قونسلګرۍ به په کومو ولایتونو کې پرانیزي، معلومات نه دي ورکړي.

هغه ویلي: «تر اوسه خو دغه کار ته اړتیا نشته، خو راتلونکې کې هیڅ څه نه ‌شو ردولی.»

نوموړي زیاته کړې: «روسیې او افغانستان خپلې ډيپلوماتیکې اړیکې په ۱۹۱۹ کال کې پیل کړې، هغه مهال په کابل کې له سفارت او په مزارشریف کې له قونسلګرۍ پرته هم موږ ‎خپلې ډيپلوماتیکې اړیکې وساتلې.»

هغه د خپلو خبرو په دوام کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر هغه سپارښتنه ټينګار کړی چې خپلو وګړو ته يې ویلي څو په افغانستان کې د امنیتي وضعیت له امله دغه هېواد ته له سفر کولو ډډه وکړي.

په افغانستان کې د روسیې سفیر تېره ورځ هم ویلي وو چې مسکو به د «طالبانو» د رسمیت پېژندنې او د ممنوعه سازمانونو له لېسته د هغوی د حذفولو په موضوع کې پر خپلو ګټو متمرکز وي.

د هغه په خبره، د افغانستان پلاو د روسیې او اسلامي نړۍ په نړۍوال اقتصادي فورم، کازان فورم، د سن‌پټرزبورګ د نړۍوالې ناستې په نهمې او نورو ناستو کې ګډون کړی دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.