ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات کرنې ریاست: د چرګو هګیو د تولید له اړخه پر ځان بسیا شوي یو

د هرات کرنې ریاست: د چرګو هګیو د تولید له اړخه پر ځان بسیا شوي یو

author avatar
22 Jul 2024 - 17:34
د هرات کرنې ریاست: د چرګو هګیو د تولید له اړخه پر ځان بسیا شوي یو
author avatar
22 Jul 2024 - 17:34

هرات (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ١٤٠٣): د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د چرګانو فارمونو په ډېرېدو سره، دغه ولایت د چرګو هګیو د تولید له اړخه پر ځان بسیاینې ته رسېدلی او په هرات کې د ورځې تر یو میلیون ډېرې هګۍ تولیدیږي.

د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کبانو، مرغانو او حشراتو برخې مسوول فهیم فایز له رسنیو سره په خبرو کې وویل، په هرات کې د مرغدارۍ له ۶۰ ډېرو فارمونو او د هګیو چرګو روزنې فارمونو په شتون سره دغه ولایت د هګیو د تولید له پلوه پر ځان بسیا شوی دی.

د هغه په خبره، له دغو فارمونو هره ورځ تر یو میلیون ډېرې هګۍ راټولېږي چې د هرات بازارونو ترڅنګ کابل، غزني، فراه، بادغیس، غور او هلمند ولایتونو ته هم صادریږي.

بلخوا، د چرګانو فارمونو خيني مالکین وایي چې د هګیو پلور معمولاً په ژمي کې ډېر وي او دوی له خپل کار‌وباره خوښ دي.

د چرګانو یوه فارم‌لرونکي محمد‌حلیم پژواک ته وویل چې فارم یې د ورځې دوه زره هګۍ تولید لري او د خپلو تولیداتو د پلور له بازاره خوښ دی.

هغه وویل چې دمګړۍ په هرات کې د چرګانو فارمونه د بازار اړتیاوې پوره کوي او سربېره پر دې څنګلورو ولایتونو او مرکز ته هم صادریږي.

بلخوا، د هرات ښار اوسېدونکي په دغه ولایت کې د هګیو بیې له ټیټوالي خوښ دي او وایي چې اوسهال د هګیو قیمت مناسب دی.

د دوی په خبره، مخکې به یې یوه هګۍ په لس افغانۍ اخیسته، خو اوس د داخلي تولیداتو هګۍ له ۷ تر ۸ افغانیو اخلي.

د یادونې ده، مخکې له دې هرات ته د اړتیا وړ هګۍ له ایرانه راتلې، خو اوس حکومت له وطني تولیداتو د ملاتړ په موخه له نورو هېوادونو د هګیو او چرګانو پر واردات بندیز لګولی چې دغه کار په دغه ولایت کې د چرګانو فارمونو برخې پانګوالو له هرکلي سره مخ شوی دی.

Views: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.