ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې کروندګرې ښځې: حکومت دې د کیمیاوي سرې او اصلاح شوو تخمونو مرسته راسره وکړي

جوزجان کې کروندګرې ښځې: حکومت دې د کیمیاوي سرې او اصلاح شوو تخمونو مرسته راسره وکړي

author avatar
28 Jul 2024 - 20:53
جوزجان کې کروندګرې ښځې: حکومت دې د کیمیاوي سرې او اصلاح شوو تخمونو مرسته راسره وکړي
author avatar
28 Jul 2024 - 20:53

شبرغان (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۳): جوزجان کې یو شمېر کروندګرې ښځې له اسلامي امارته غواړي چې د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرې د ورکړې ترڅنګ دې، د دوی تولیداتو ته د بازارموندنې برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د جوزجان د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، دمګړۍ په دغه ولایت کې له زرو ډېرې ښځې پر کرنه او کروندګرۍ بوختې دي.

شبرغان ښار کې یوې ۲۶ کلنې مېرمنې ندا پژواک خبري اژانس ته وویل چې له څلورو کلونو راهیسې پر کرنې بوخته ده او له دې لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابروي.

نوموړې چې د جوزجان د کرنې له انسټیټیوټ څخه فارغه شوې، وایي چې د خپل پلار او ورور ترڅنګ پر څه باندې پنځه جریب ځمکه کار کوي.

هغې زیاته کړه: «څلور کاله کېږي چې د کرنې پر کارونو بوخته یم، د کرنې انسټیټیوټ د ځنګلونو له برخې فارغه یم، نو په حکومتي او غیرحکومتي ادارو کې د خپلې رشتې مطابق د کار نشتوالي له امله پر دغه شغل بوخته یم، له خپلې ځمکې ښه حاصلات ترلاسه کوم، سبزي‌جات، پنبه، جوار، بانجان رومي او بامیه کرم او پلورم یې، هم یې کورته وړم او له دې لارې د کورنۍ لګښتونه برابروم.»

نوموړې وایي چې په ډېرې‎ لېوالتیا سره هره ورځ سهار خپلو کروندو ته ځي او په لوړې انګېزې سره د خپل ښه راتلونکي لپاره هڅه کوي.

ندا کروندګري د خپلې خوښې کسب یادوي، خو ویې ویل، هڅه کوي چې د تحصیلي شرایطو برابرېدو سره خپل تحصیل ته دوام ورکړي.

هغه له اسلامي امارته غواړي چې کروندګرو ښځو ته د روزنیزو پروګرامونو برابرېدو ترڅنګ دې د کیمیاوي سرې، اصلاح شوو تخمونو او وسایلو د توزیع برخه کې هم جدي توجه وکړي.

خو دا یوازې ندا نه ده چې د کرنې کسب یې غوره کړی او له دې لارې د خپلې کورنۍ لګښت برابروي، بلکې یوه بله ۷۱ کلنه مېرمن شهربانو هم‎ په دغه ولایت کې د کرنې له لارې د خپلې کورنۍ لګښت برابروي.

شهربانو چې له پنځوسو کلونو راهیسې د کروندګرۍ پر کار بوخته ده، وایي چې د خاوند له مرګه وروسته یې د خپلې کورنۍ د اعاشې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

هغې وویل: «وروسته د خاوند له مرګه مې ټول مسوولیت زما پر غاړه شو، په لومړیو کې ډېره سخته وه، اولادونه مې کوچني وو، خو خپل همت مې له لاسه ورنه‌کړ، په خپل ټول وس‌ ا‌و توان مې هڅه وکړه چې له دغو ځمکو حاصل ترلاسه کړم، له خپلې ځمکې په کال کې دوه ځلې حاصل اخلم، له غنمو وروسته، خټکي، هندوانې او یا هم پنبه کرم.»

نوموړې په داسې حال کې چې له خپلو دوو زامنو سره په کرونده کې پر کار بوخته وه، زیاته کړه: «کله چې زموږ کښت په حاصلاتو راځي، د خپلو محصولاتو راټولولو لپاره څو ښځې او سړي نیسم، هم ورته محصولات ورګوم او هم مزدوري.»

هغه وایي چې ډېری بې‌وزله او کونډې ښځې په کار کې نیسي.

شهربانو هم له اسلامي امارت غواړي چې له هغو ښځو سره چې په دې برخه کار کوي، د اصلاح شوو تخمونو، سرې او وسایلو مرسته وکړي.

دغه‌راز، په دغه ولایت کې نورې کروندګرې ښځې هم ورته غوښتنې لري او وایي که ملاتړ یې وشي او کار‌وبار یې وغوړېږي، ډېرو ښځو ته به د کار زمینه برابره کړي.

ورته وخت کې، د جوزجان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج او پراختیا عمومي مدیر محمدعارف اسامه وویل چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له زرو ډېرې ښځې په کروندګرۍ بوختې دي.

نوموړی وایي چې کروندګرو ښځو ته د روزنیزو پرواګرامونو جوړولو ترڅنګ، ټولو بزګرو په ځانګړي ډول ښځینه‌ بزګرو ته د سرې او اصلاح شوو تخمونو د وېشل پروګرامونه هم تر لاس لاندې لري.

هغه زیاتوي چې د جوزجان د کرنې ریاست پلان لري څو دې موخې ته د رسېدو لپاره له مرستندویه بنسټونو سره په اړیکه کې شي.

Views: 207

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.