کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۳): د چین په سوېللوېدیځ کې د سخت ورښت او توپان له امله د ځمکښویېدنې پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي دي.
اسوشېټېډ پرېس راپور ورکړی چې یاده پېښه پرون (یکشنبه) نږدې ۸:۰۰ بجې شوې ده.
د راپور له مخې، ممکن په چین کې دغه لومړۍ پېښه وي چې د «ګایمي Gaemi» په نوم له استوايي سره تړاو لري.
چیني چارواکو پرون ناوخته ویلي وو چې توپان مخکې له دې چې دغه هېواد ته ور ورسېږي، په فلیپین کې د موسمي بارانونو د شدت لامل شو او لږ تر لږه ۳۴ کسان په کې مړه شول.
د هغوی په خبره، دغه توپان ټایوان جزیره هم ځپلې او ۱۰ کسان یې وژلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم د ایتوپیا په سوېل کې د سختو ورښتونو په پایله کې د ځمکښویېدنې له امله لږ تر لږه ۲۲۹ کسان مړه شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP