ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوه چیني شرکت د کونړ پر سیند درېیو لویو بندونو جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

یوه چیني شرکت د کونړ پر سیند درېیو لویو بندونو جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

author avatar
30 Jul 2024 - 01:48
یوه چیني شرکت د کونړ پر سیند درېیو لویو بندونو جوړولو ته لېوالتیا ښودلې
ارشیف
author avatar
30 Jul 2024 - 01:48

کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۳): د اوبو او برېښنا وزارت وایي، یوه چیني شرکت په کونړ کې د برېښنا د تولید درېیو سترو بندونو جوړولو ته لېوالتیا ښودلې او زیاتوي که دغه بندونه جوړ شي، افغانستان به د برېښنا صادروونکی شي.

د اوبو او برېښنا وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه چیني شرکت مسوولینو په کابل کی د دغه وزارت له سرپرست ملا عبداللطیف منصور سره، په کونړ کې د درېیو سترو بندونو (شال، ساګي او سرتاق) د برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

سرچينې د یاد شرکت نوم نه دی اخیستی خو زیاته کړې یې ده: «په دې لیدنه کې د چیني شرکت مسوولینو په یادو پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چمتو یو چې ډېر ژر له دغه وزارت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړو او په عملي توګه خپلې چارې پیل کړو.»

د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر د برېښنا تولید په بندونو کې د دغه شرکت د پانګونې د لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي يې دي چې د کونړ سیند د برېښنا د تولید کافي وړتیا لري او که ټول دغه بندونه جوړ شي، افغانستان کولای شي ټولو ګاونډیو هېوادونو ته برېښنا صادره کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.