ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډبلیو‌اېف‌پي: تېرو نهو میاشتو کې مو په افغانستان کې له ۲۶۰ زره کسانو سره مرسته کړې

ډبلیو‌اېف‌پي: تېرو نهو میاشتو کې مو په افغانستان کې له ۲۶۰ زره کسانو سره مرسته کړې

author avatar
30 Jul 2024 - 13:01
ډبلیو‌اېف‌پي: تېرو نهو میاشتو کې مو په افغانستان کې له ۲۶۰ زره کسانو سره مرسته کړې
author avatar
30 Jul 2024 - 13:01

کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پرواګرام ویلي چې پّ تېرو نهو میاشتو کې یې په افغانستان کې له ۲۶۰ زره کسانو سره مرسته کړې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام پرون (دوشنبه) د یوه راپور په خپرولو ویلي چې له یادو کسانو سره یې دغه مرستې ‎د اسلامي پراختیا بانک (ISDB) او د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان د بشري مرستو مرکز (relief KS) له لارې د افغانستان د بشري مرستو د وجهي صندوق په همکارۍ کړې دي.

په راپور کې راغلي چې د یادو مرستو ارزښت ۳.۲ میلیون ډالر دی.

په راپور کې راغلي چې اړمنو ته نږدې څلور زره مټریک ټنه خوراکي توکي چې د غنمو اوړه، دال، نباتي غوړي او مالګه په کې شامل دي، وېشل شوي دي.

سرچینې لیکلي: «دغه کار د خوړو له نړۍوال پروګرام سره مرسته وکړه څو په داسې یوه هېواد کې چې یو پر درېیمه برخه نفوس یې وږی دی، ډېرې بېوزلې کورنۍ خوراکي توکو ته لاسرسی پیدا کړي.»

دغه سازمان زیاته کړې، د مرستو له وېش وروسته د دوی د تجزیې او تحلیل پر بنسټ، د نږدې نیمايي هغو کسانو چې مرسته ورسره شوې، لګښتونه یې کم شوي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.