ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان او ایراني چارواکو د افغان کډوالو د ستونزو حل په اړه خبرې کړې دي

افغان او ایراني چارواکو د افغان کډوالو د ستونزو حل په اړه خبرې کړې دي

author avatar
31 Jul 2024 - 09:36
افغان او ایراني چارواکو د افغان کډوالو د ستونزو حل په اړه خبرې کړې دي
author avatar
31 Jul 2024 - 09:36

کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال د ایران د کورنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړتیا او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو حل په اړه خبرې کړې دي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ایران ته د خپل رسمي سفر په لړ کې تېره ورځ د یاد هېواد د کورنیو چارو له وزیر احمد وحیدي سره لیدلي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړتیا، په بېلابېلو برخو کې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو حل او پر پوله د نشه‌يي توکو قاچاق د مخنیوي په اړه مفصلې خبرې وشوې.

د ایران د کورنیو چارو وزیر په لوړه کچه د افغان او ایراني چارواکو سفرونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ودې او همکاریو د پراختیا برخه کې اغېزناک وبلل او زیاته یې کړه، تهران له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو لا پراختیا ته لېوال دی.

وحیدي زیاته کړه، په افغانستان کې د امنیت له ټینګښت سره پر پوله ډېرې ستونزې حل شوې دي، ایراني چارواکو د یو شمېر پخوانیو ننګونو د له منځه تلو له امله ډاډ ترلاسه کړی او ترڅنګ یې په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته زمینه برابره شوې ده.

د خبرپاڼې په حواله، د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال په دغه لیدنه کې وویل، له ګاونډیو هېوادونو سره مثبتې او رغنده اړیکې د اسلامي امارت د بهرني سیاست مهمه برخه ده.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، دا چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت او کاروبار صفر ته راښکته شوی، دغه چاره نه یوازې د افغانانو، بلکې د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه ده.

مولوي عبدالکبیر د کابل او تهران پر دوه اړخیزو مثبتو اړیکو د ټینګار ترڅنګ وویل، اسلامي امارت په افغانستان کې د مسوول او حاکم نظام په توګه هیچا ته دا اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د ګاونډیانو یا نړۍ پر ضد وکاروي، دغه راز اسلامي امارت هڅه کوي چې د سیمه‌ییزې اقتصادي ودې برخه وګرځي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.