کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۳): په کاناډا، ایټالیا، سویس او بُن کې د افغانستان د سیاسي استازولیو وېبپاڼې په داسې حال کې بندې شوې چې د بهرنیو چارو وزارت درې ورځې مخکې وویل، د دغو او په بهر کې د هېواد د یو شمېر نورو استازولیو قونسلي خدمتونه ورته د منلو نه دي، خو دغو استازولیو وویل چې د پخوا په څېر د قونسلي خدمتونو دوام ته ژمن دي.
دا مهال (د زمري میاشتې دوولسمه، له غرمې وروسته یوه نیمه بجه) په کاناډا، ایټالیا، سویس او د المان په بن ښار کې د افغانستان د استازولیو وېبپاڼې بندې دي. د دغو وېبپاڼو د بندېدو لامل نه دی څرګند شوی.
خو په لندن، بلجیم، برلین، اتریش، فرانسه، یونان، پولنډ، سویډن، ناروې او اسټرالیا کې د افغانستان د استازولیو وېبپاڼې فعالې دي.
په کاناډا کې میشت یو افغان نورالله وصال ټلویزیون ته وویل په کاناډا کې د افغانستان د سفارت ویب پاڼه(https://www.ottawa.mfa.af/) تړل شوی ده ځکه ډومین یې د افغانستان و او له دې سره د سفارت مامورینو رسمي ایمیلونه هم له لاسه ورکړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د روانې زمري میاشتې په نهمه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو چې له یادې نېټې وروسته د لندن، بلجيم، برلين، بن، سويس، اتريش، فرانسه، ايټاليا، يونان، پولنډ، سويډن، ناروې، کاناډا او استراليا استازولیو له لوري قونسلي خدمتونه د مرکز او اړوند بنسټونو له لوري له مرکز سره د نه همغږۍ له امله، د منلو وړ نه دي او دغه وزارت د یادو سندونو پر وړاندې هیڅ ډول مسوولیت نه لري او نه هم اجرأت پرې ترسره کېږي.
دغه وزارت لیکلي وو چې بهر مېشتي هېوادوال او بهرنیان کولای شي د افغانستان له پورتنیو استازولیو پرته په نورو هېوادونو کې د افغانستان اسلامي امارت استازولیو ته د قونسلي خدمتونو او ویزو تر لاسه کولو لپاره مراجعه وکړي.
خو د زمري په لسمه د افغانستان د سیاسي او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا د اعلامیې په خپرولو سره وویل چې قونسلي خدمات د ملي قوانینو او نړۍوالو مقرراتو په رعایت، بشپړې روڼټیا او امانتدارۍ او د افغانستان د تېر جمهوري حکومت د مشروعیت او اعتبار پر بنسټ ترسره شوي او ترسره کېږي او د بهرنیو چارو وزارت له لوري د قونسلي خدمتونو د نه منلو پرېکړه به افغان کډوال له ستونزو سره مخامخ کړي.
سرچینې زیاته کړې وه چې د افغانستان سیاسي او قونسلي استازولۍ په اروپایي هېوادونو، کاناډا او استرالیا کې د تېر په څېر د قونسلي خدمتونو دوام ته ژمنتیا لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP