کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۳): د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، تېرو څه کم پنځو کلونو کې نږدې اته میلیونه افغانان له خپل هېواده ګاونډیو او اروپایي هېوادونو ته کډوال شوي دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یوه راپور کې ویلي: «له ۲۰۲۰ کال راهیسې نږدې اته میلیونه افغانانو مهاجرت کړی چې ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو، عمدتا ایران او نږدې یو میلیون افغانانو اروپايي هېوادونو ته کډه کړې ده او ایران ته ۷۵ سلنه کډه شوو افغان کډوالو د کاري فرصتونو نشتون د مهاجرت د اساسي علت په توګه یاد کړی دی.»
راپور کې راغلي، تېر ۲۰۲۳ کال کې دغه سازمان له ایرانه افغانستان ته د نږدې یو میلیون افغان کډوالو ستنېدل ثبت کړي چې د دغه شمېر ۷۰ سلنه یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل او ۶۰ سلنه یې له دغه هېواده افغانستان ته شړل شوي وو.
خو د افغانستان د کډوالو چارو وزارت تراوسه د کډوالۍ نړۍوال سازمان د راپور په اړه څه نه دي ویلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP