چاریکار (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۳): د پروان د سیاهګرد ولسوال وايي چې د دې ولسوالۍ د تنګ قمچاق له درې د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ تر وروستۍ سیمې پورې پنځوس کیلومتره سړک د خلکو او حکومت په مرسته جوړیږي.
ځايي مسوولین او اوسېدونکي وايي چې یاد سړک په خامه ډول جوړیږي، خو د سالنګ لویې لارې بدیل لاره هم کېدای شي.
د پروان د سیاهګرد ولسوال مولوي غلاممحمد جراح وايي، د یاد سړک جوړولو کار چې ۵۰ کیلومتره اوږدوالی او شپږ متره پلنوالی لري، د ځايي خلکو له لوري پيل شوی او د جوړولو لپاره یې تر اوسه دوهنیم میلیون افغانۍ راټولې کړې دي.
هغه زیاته کړه، خلک به د یاد سړک کار له ماشینرۍ په ګټه اخیستنې د یوه کال په موده کې بشپړ کړي.
نوموړي وویل: «اسلامي امارت د دغه سړک جوړېدو لپاره انجنیران رالېږلي او حکومت د سکواټورونو لپاره د تېلو ژمنه هم وکړه، د خلکو لپاره پیسې نه دي ټاکل شوې چې څومره باید ورکړي، هر څوک تر خپل وسه مرسته کوي، ډېری خیرغوښتونکي خلک د دغه سړک جوړولو لپاره پیسې ورکوي.»
د سیاهګرد ولسوالۍ د قمچاق درې اوسېدونکي ویسالدین پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده دره کې څه باندې درې زره کورنۍ ژوند کوي او د دغه سړک په جوړېدو د یاد شمېر کورنیو ستونزې هواریږي.
هغه وویل: «خلک خپل خوراکي توکي په شا یا مرکبو باندې خپلو کورونو ته لېږدوي، دغه سړک چې جوړ شي زموږ د اوږو بار سپکېږي.»
هغه له اسلامي امارته وغوښتل چې د یاد سړک جوړولو کې ډېره پاملرنه وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن