ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا: له ایران سره تړاو لرونکي یوه پاکستاني د ټرمپ د ترور پلان جوړکړی و

امریکا: له ایران سره تړاو لرونکي یوه پاکستاني د ټرمپ د ترور پلان جوړکړی و

author avatar
7 Aug 2024 - 16:21
امریکا: له ایران سره تړاو لرونکي یوه پاکستاني د ټرمپ د ترور پلان جوړکړی و
author avatar
7 Aug 2024 - 16:21

کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۳): د امریکا د عدلیې وزارت اعلان کړی چې «د ایران حکومت پورې تړلی» یو ۴۶ کلن پاکستانی وګړی یې د دغه هېواد د مخکني ولسمشر او نورو سیاسي څېرو د ترور لپاره پر پلان جوړولو تورن کړی دی.

سي‌اېن‌اېن د یوه امریکايي چارواکي له قوله لیکلي، د فدرال پولیسو څېړنې ښیي چې ټرمپ او د امریکا څو اوسني او پخواني چارواکي د دغه پلان موخه وو.

راپور زیاته کړې، اصف مرچنټ متحده ایالتونو کې د خلکو د ګومارلو له لارې غوښتل چې په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا له لوري د ایران د سپاه‌ پاسداران لوړپوړي قوماندان قاسم سلیماني د وژنې غچ اخیستو لپاره ټرمپ او نور چارواکي له منځه یوسي.

د امریکا د عدلیې وزارت ادعا کړې چې دغه کس څه موده په ایران کې تېره کړې او وروسته له پاکستانه امریکا ته تللی څو هلته د ټرمپ ترورولو لپاره بریدګر وګوماري.

د یادونې ده، یوه شل کلن ځوان د روان کال د جولای په ۱۳مه په یوې ټاکنیزه جلسه کې پر ډونالډ ټرمپ ډزې وکړې چې هغه د غوږ برخه کې ټپي شو.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.