Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تکواندو دوه افغان لوبغاړي چین ته لاړل

کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان المپیک ملي کمېټه وایي چې د تکواندو ملي لوبډلې دوه لوبغاړي د اسیا د اتلولۍ جام سیالیو کې د ګډون په موخه چین ته لاړل.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست پرون پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ITF د تکواندو ملي فدراسیون دوه لوبغاړي د المپیک ملي کمېټې، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست په همکارۍ د اسیا د اتلولۍ جام سیالیو کې د ګډون په موخه چین ته ولاړل.

سرچینې لیکلي چې یادې سیالۍ د زمري میاشتې له ۱۷مې د همدې میاشتې تر ۱۹مې پورې د چین په اونان ښار کې ترسره کېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د اسیا اتلولۍ جام سیالۍ د مرکزي اسیا د اتو هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ ترسره کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.