ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره ځانګړې کمېټه جوړه شوه

ننګرهار کې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره ځانګړې کمېټه جوړه شوه

author avatar
10 Aug 2024 - 15:11
ننګرهار کې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره ځانګړې کمېټه جوړه شوه
author avatar
10 Aug 2024 - 15:11

جلال‌اباد (پژواک، ٢٠ زمری ١٤٠٣): د ننګرهار ولايتي ادارې او سوداګرۍ وزارت په دغه ولایت کې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره په ګډه ځانګړې کمېټه جوړه کړه.

مسوولین وایي، دغه کمېټه به په ننګرهار او ځانګړې توګه تورخم کې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره کار کوي.

د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر د زمري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې دا پرېکړه د ننګرهار مرستیال والي، د سوداګرۍ ریاست، یو شمېر سوداګرو او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پلاوي په ګډه غونډه کې شوې ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ګډې کمېټې د جوړېدو وړاندیز د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پلاوي غړي او په دغه وزارت کې د ترانزيټي چارو رییس محمدالله آغا بختيار وکړ.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه کمېټه به د سوداګرو او موټرچلوونکو لپاره په تورخم او نورو اړونده سيمو کې سهولتونه رامنځته کړي او د ستونزو په حل کې به بېړني اقدامات ترسره کړي.

د ننګرهار مرستیال والي مولوي سیداحمد بنوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت له پلاوي څخه مننه وکړه او د یادې کمېټې د روزنې او فعاليت په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

بلخوا سوداګر د دغې کمېټې جوړېدل د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره غوره ګام یادوي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې د مدیره هیات غړي زلمي عظیمي پژواک ته وویل چې همدا اوس تورخم کې سلګونه لارۍ دواړو خواوو ته بند پاتې دي او د دا ډول کمېټو جوړول کولای شي دا ستونزې حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي وو چې په تورخم کې موټرچلوونکو باندې د ویزې حتمي کولو له امله د افغان سوداګرو د خوراکي او غیرخوراکي توکو زر لارۍ دواړو خواو ته بندې ولاړې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.