ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سږ کال د زمري ۲۸مه د هېواد د خپلواکۍ له ۱۰۵ مې کالیزې سره برابره ده

د سږ کال د زمري ۲۸مه د هېواد د خپلواکۍ له ۱۰۵ مې کالیزې سره برابره ده

author avatar
18 Aug 2024 - 13:26
د سږ کال د زمري ۲۸مه د هېواد د خپلواکۍ له ۱۰۵ مې کالیزې سره برابره ده
author avatar
18 Aug 2024 - 13:26

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۳): نن یکشته (د زمري ۲۸مه) له انګرېزانو د هېواد د خپلواکۍ بېرته اخیستو له ۱۰۵ مې کالیزې سره برابره ده او امان‌الله خان په دغه ورځ د افغانستان خپلواکي رسماً اعلان کړه.

افغانستان د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸مه نېټه چې د ۱۹۱۹ میلادي کال د اګست له ۱۸مې سره برابره ده، د امان‌الله خان په مشرۍ له انګرېزانو خپله خپلواکي تر لاسه کړه.

له نن څخه یو سل او پنځه کاله مخکې د افغانستان یو ازادي غوښتونکي پاچا امان‌الله خان د راولپنډۍ د سولې د هوکړه‌لیک په لاسلیکولو سره د افغان او انګلیس جګړې ته د پای ټکی کېښود.

د خپلواکۍ د ورځې نمانځلو مراسم هر کال د افغانستان په بېلابېلو هېوادونو کې د ویناوو، ورزشي نندارو او شعرونو او ترانو په ویلو ترسره کېږي.

د افغانستان سرپرست حکومت دغه ورځ عمومي رخصتي اعلان کړه او د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د زمري ۲۸مه د افغانستان د خلکو «ویاړمنه» ورځ وبلله.

د افغان او انګلیس لومړۍ جګړه د ۱۸۳۹-۱۸۴۲ کلونو ترمنځ وه چې افغانان پکې بریالی شول او د انګلیس د هماغه وخت امپراطورۍ ماته وخوړه. د انګلیس او افغان دویمه جګړه د ۱۸۷۸-۱۸۸۰ کلونو ترمنځ پېښه شوه چې هغه هم د افغانانو په ګټه پای ته ورسېده او د افغان او انګلیس درېیمه جګړه هم د ۱۹۱۹ کال د مې میاشتې په شپږمه نېټه پیل او د دغه کال په اګست میاشت کې پای ته ورسېده چې په پایله کې یې افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه.

د ملي دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۵مې کالیزې د نمانځلو په مناسبت دغه وزارت کې ناسته ترسره کېږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.