Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره انجه حاصل ته رسېدلې، بزګران ورته د بازار غوښتنه کوي

جلال‌اباد (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۳): د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولین وایي، په دغه ولايت کې پر شاوخوا ۴۷ جریب ځمکه باندې انجه کرل شوې چې سږ کال د لومړی ځل لپاره حاصل ته رسېدلې ده.

بلخوا، کروندګر که له یوې خوا د انجې له حاصلاتو خوښ دي، خو له بل اړخه بیا د بازار موندنې برخه کې د کرنې رياست د همکارۍ غوښتنه کوي.

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند اجمل سبحاني پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولايت په سره‌رود، بهسود، ګوشته، حصارک، کوټ او هسکه‌مېنه ولسوالیو کې پر ۴۷.۲ جریب ځمکه انجه کرل شوې ده.

نوموړی وایي، سږ کال د انجې فصل په لومړي ځل حاصل ته رسېدلی چې تازه په سره‌رود ولسوالۍ کې د انجې د شيرې راټولولو لړۍ پيل شوې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.