جلالاباد (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۳): د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولین وایي، په دغه ولايت کې پر شاوخوا ۴۷ جریب ځمکه باندې انجه کرل شوې چې سږ کال د لومړی ځل لپاره حاصل ته رسېدلې ده.
بلخوا، کروندګر که له یوې خوا د انجې له حاصلاتو خوښ دي، خو له بل اړخه بیا د بازار موندنې برخه کې د کرنې رياست د همکارۍ غوښتنه کوي.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند اجمل سبحاني پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولايت په سرهرود، بهسود، ګوشته، حصارک، کوټ او هسکهمېنه ولسوالیو کې پر ۴۷.۲ جریب ځمکه انجه کرل شوې ده.
نوموړی وایي، سږ کال د انجې فصل په لومړي ځل حاصل ته رسېدلی چې تازه په سرهرود ولسوالۍ کې د انجې د شيرې راټولولو لړۍ پيل شوې ده.
هغه زياته کړه، انجه د کوکنارو ښه بدیل دی چې له يو جریب څخه لږ تر لږه ۱۸۰ کيلوګرامه حاصل راټولېږي او یو کيلو تر ۱۵زره افغانيو ارزښت لري.
دی وايي، اټکل دا دی چې سږ کال به په دغه ولایت کې شاوخوا اتهنیم زره کيلوګرامه انجه راټوله شي.
د کرنې رياست وياند وايي، دې ادارې په ننګرهار کې د انجې د ترويج هڅه هم پيل کړې او د کروندګرو سږنۍ ګټه به وکړای شي چې نور کروندګر هم د دغه بوټي کښت ته وهڅوي.
دی وايي، د ننګرهار ولایت اقلیمي شرایط د انجې د کرلو لپاره مناسب دي او تمه ده چې د دغه ولایت اکثریت ولسواليو کې به ښه نتیجه ورکړي.
بلخوا، کروندګر هم د انجې له حاصلاتو خوښ دي، خو وايي، کرنې رياست يې باید د بازار موندنې برخه کې همکاري وکړي.
سیدرحمن چې د ننګرهار سرهرود ولسوالۍ کې يې پر خپل يو جریب ځمکه په ازماېښتي ډول انجه کرلې وايي، لومړی حاصل یې ډېر ښه دی.
دی زیاتوي، په نورو ولایتونو کې سوداګر کروندو ته ورځي او له کروندګرو انجه اخلي چې کروندګر له ډېر کړاو څخه ساتي او غوښتنه يې دا ده چې بايد کرنې رياست دلته په ننګرهار کې هم همدا ډول اسانتياوې برابرې کړي.
دغه راز، د ګوشتې ولسوالۍ يو کروندګر نجیبالله هم غوښتنه لري چې بايد د انجې د خرڅلاو برخه کې له دوی سره د کرنې ریاست همکاري وکړي.
دی وايي، دا يې لومړی ځل دی چې پر خپله ډېره کمه ځمکه یې انجه کرلې او که حاصلات او ګټه يې ښه وو، نو پلان لري چې پر نورو ځمکو باندې هم انجه وکري.
د کرنيزو چارو کاروپوهان پر دې باور دي چې انجه په ډېرو لږو اوبو او للمي ځمکو باندې هم حاصل ته رسېږي.
د ننګرهار پوهنتون د نباتاتو برخې استاد دوکتور وحدتالله خپلواک د ننګرهار د کرنې له ریاست د انجې د ترویج برخه کې د عامه پوهاوي د زياتوالي غوښتنه کوي.
او له کروندګرو غواړي چې بايد انجه وکري؛ ځکه لګښت يې کم، حاصلات او عواید يې زيات دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










