ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د موسی‌خېلو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي له کمزورو روغتیايي خدمتونو شکایت کوي

د خوست د موسی‌خېلو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي له کمزورو روغتیايي خدمتونو شکایت کوي

author avatar
24 Aug 2024 - 13:22
د خوست د موسی‌خېلو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي له کمزورو روغتیايي خدمتونو شکایت کوي
author avatar
24 Aug 2024 - 13:22

خوست‌ښار (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۳): د خوست د موسی‌خېلو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي له کمزورو روغتیايي خدمتونو شکایت کوي او وايي، اړ دي چې د یوې عادي ناورغۍ لپاره هم د خوست ښار ته سفر وکړي.

د موسی‌خېلو ولسوالۍ د غلنګ په سيمه کې د مرغې کلي اوسېدونکي وايي چې د جمعې په ورځو کې د دې سیمې د کلینیک دروازه بنده وي او د خلکو نفوس ته په کتو یې تشکیل هم کم دی.

د همدې سيمې يوه اوسېدونکي کيميا‌ګل پژواک خبري اژانس ته وويل: «دا خلک ډېر له مشکلاتو سره مخ دي، دا خو ډېر کوچنی کلينيک دی او د سيمې نفوس زيات دی. که تاسې د ورځې له خوا راشئ دلته دومره ډېر خلک راټول وي ته به وايي چې کومه پېښه شوې ده، نو دومره کوچنی کلينيک چې يوازې يو ډاکټر يې مديريت کوي بسنه نه کوي.»

د دې سيمې يوه بل اوسېدونکي عبدالصمد هم له پژواک سره خبرو کې له مسوولو ادارو غوښتنه وکړه چې دغه کلينيک کې وړاندې کېدونکي روغتيايي خدمتونو ته پراختيا ورکړي، څو د ناروغانو ستونزې پر وخت حل شي.

دی وايي: «دلته چې کوم مريضان راځي، ډاکټران يې د سهار له اوو بجو څخه د ماسپيښين تر يوې بجې پورې ګوري او له هغې وروسته کلينيک بند وي. موږ له دولته دا هيله کوو چې موږ ته دا کلينيک ۲۴ ساعته کړي.»

د موسی‌خېلو ولسوالۍ د دې سيمې اوسېدونکي همدا ډول وايي چې دا کلينيک د نورو اړينو برخو ترڅنګ د نسايي ولادي ناروغانو څانګه هم نه لري.

هغوی وايي، خلک په ډېرو تکليفونو خپل ناروغان په ورانو او ويجاړو لارو خوست ښار ته انتقالوي.

د دې سيمې اوسېدونکي باوري منګل پژواک ته وويل: «دا سيمه له خوست ښار يو څه فاصله لري، نو ښځينه مريضان په وخت ښار ته رسيده‌ګي نه شي کولی، نو د صحت عامې رياست څخه غوښتنه لرو چې د ښځينه ډاکټرانو ‎برخه کې توجه وکړي.»

د مرغې سیمې یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته شکایتونه وکړل او ویې ویل، اړ دي چې د یوې عادي ناروغۍ لپاره هم خپل ناروغان د خوست ښار ته انتقال کړي.

ورته مهال، د خوست د عامې روغتيا رياست مسوولين که څه هم په لرې پرتو سيمو کې د خلکو روغتیايي ستونزې مني خو د حل ډاډ ورکوي.

د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر شېراګل ځدراڼ په دې اړه پژواک ته وويل: «د خوست صحت عامه او ورسره ولايتي اداره ۲۴ ساعته په دې هلو ځلو کې دي چې خپلو وطنوالو ته ۲۴ خدمات ترسره کړي او د روغتيا برخه کې کومې ستونزې چې موږ لرې اطرافي سيمو کې لرو، هغو ته په اسانۍ سره لاسرسۍ ولرو او د خلکو مشکلاتو حل کړو.»

د معلوماتو له مخې د موسی‌خېلو ولسوالۍ د مرغې په نوم په دغه سيمه کې چې له خوست ښار څخه ۴۰ کيلومتره لرې ده، شاوخوا اته سوه کورنۍ ژوند کوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.