کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۳): ا.ا وایي، د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون په اړه د یوناما په ګډون د ځینو جهتونو اندېښنې بېځایه دي، دا ډول اعتراضونه ګستاخي بولي، د دغه قانون په اړه دې هېڅوک اندېښنه لري او په پلې کېدو کې یې له نرمۍ کار اخیستل کیږي.
عدلیې وزارت د تېرې زمري میاشتې په ۳۱ مه وویل، د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر قانون – چې څلور څپرکي او ۳۵ مادې لري ـ د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري له توشیح وروسته نافذ او په رسمي جریده کې خپور شو.
یاد وزارت وایی، دغه قانون د امر بالمعروف، نهی عنالمنکر اړوند چارو او د محتسبینو د دندو او صلاحیتونو تنظیمولو په موخه جوړ او تدوین شوی چې د تطبیق مرجع یې د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) تېره ورځ ویلي و چې یاد قانون پر ښځو محدودیتونه لا پراخوي. د یوناما ترڅنګ، اروپایي ټولنې، د امریکا متحده ایالتونو، جرمني، کاناډا، اسټرالیا او ځینو نورو هېوادونو هم د یاد قانون په اړه اندېښنه ښودلې وه.
د رواداري په نوم یو بنسټ هم د یاد قانون په اړه اندېښنه څرګنده کړې، لیکلي یې دي چې دغه قانون له اسلامي شريعت څخه «د افراطي، سليقوي او سختګيرانه تفسيرونو» پر بنسټ رامنځته شوی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه اعلامیه کې لیکلي، د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت د قوانینو له توشیح او په رسمي جریده کې د هغو له خپرېدو وروسته د یوناما په ګډون ځینې جهتونو بې اساسه اندېښنې وښودې.
هغه لیکلي: «موږ ټولو جهتونو ته وایو دغه شرعي قوانین چې یوه مقدمه، څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري، له اسلامي مصادرو څخه په کې اخذ شوی او د اسلامي شريعت د حنفي فقهې په رڼا کې ترتيب شوي دي. د هر قانون، هرې مادې او فقرې تخريج يې د فقهې له معتبرو او منل شويو مصادرو څخه شوی، ټول مصادر او منابع يې هملته ور لاندې ليکل شوي.»
هغه لیکلي، که کوم غیر مسلم د دغو قوانینو په اړه اندېښنه ښیي او رد کوي یې، لومړی دې په اسلامي قوانینو ځان پوه کړي او د اسلامي ارزښتونو درناوی دې وکړي. ده لیکلي: «موږ په اسلامي شریعت باندې داسې اعتراض د دوی ګستاخي بولو.»
د اسلامي امارت ویاند لیکلي مسلمانان دې په دغو اسلامي قوانینو چې د شریعت احکام دي، ځانونه پوه کړي او له خپلو علماوو څخه دې په دې اړه پوښتنې وکړي. د مسلمان له لوري په دې قوانینو باندې رد یا انتقاد کول له خپل دین څخه د بې خبرۍ په مانا دي او حتی د ایمان د زوال خطر لري.
مجاهد زیاته کړې: «افغانستان اسلامي هیواد دی او په اسلامي ټولنه کې اسلامي قوانین د اجرا وړ دي. د قران عظیم الشان د نصوصو په استناد پر نېکیو امر کول او له منکراتو څخه د خلکو منع کول د هر مسلمان او اسلامي حکومت وجيبه ده، نو په دې اساس امربالمعروف، نهي عن المنکر او د شکايتونو اورېدلو وزارت وظیفه لري چې دغه شرعي قوانین په ښه توګه عملي کړي.»
ده ویلي، د دغو اسلامي قوانینو د تطبیق په برخه کې دې هیڅوک هم اندېښنه نه لري، نه د چا په حق کې تېری او نه هم په چا ظلم او زیاتی کېږي.
دی وايي چې دغه قوانین به په مناسبو لارو تطبیقېږي، دا قوانین د هیچا لپاره هم محدودیت نه دی او په تطبیق کې یې له ډېرې نرمۍ څخه کار اخیستل کېږي.
مجاهد زیاتوي: "د بېلابېلو جهتونو دغه ډول بې ځایه اندېښنې د اسلامي امارت په دریځ کوم اغېز نشي لرلی،ځکه د شريعت د تطبيق او نفاذ لپاره یې بېسارې قربانۍ ورکړي او په دې برخه کې اسلامي امارت د خپل مجاهد ملت او شهیدانو سپېڅلو ارمانونو ته متعهد دی."
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن