کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۳): د خوړو نړۍوال پرګروام وايي، په افغانستان کې تر یو میلیون زیاتې میندې او ماشومان د دغه پروګرام د بودجې کموالي له امله له مرستو بېبرخې شوي دي.
د خوړو نړۍوال پرګروام نن پر خپله اېکسپاڼه د یو ويډيويي کلپ په خپرولو سره ویلي، مېرمنې په افغانستان کې د مرستو د کمولو تر ټولو لوړه بیه پرې کوي.
سرچینه زیاتوي: «په افغانستان کې تر ميلیون ډېرې میندې او ماشومان د دغه پروګرام د بودجې کموالي له امله له مرستو بېبرخې شوي دي.»
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د بېړنيو مرستو په نشتون سره به افغان مېرمنې ډېرې زيانمنې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP