کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء سیاسي معاونیت د دفتر رییس د یوناما د سیاسي برخې له مشر سره لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت بشري حقونو ته د اسلام په رڼا کې درناوی لري او په افغانستان کې قوانین د دین پر اساس جوړېږي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس مولوي ذاکرالله ذاکر پرون په کابل کې د یوناما د سیاسي برخې له مشر سکاټ سمېټ سره ولیدل.
سمېټ ویلي، د دوحې په درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت د ګډون مخالف هېوادونه د ناستې له پایلو خوښ وو او ډېر موضوعات ورته روښانه شوي دي.
د هغه په خبره، د یوناما او اسلامي امارت ترمنځ د باور ښه فضأ شته او هیله ده چې له نړۍ سره هم د اسلامي امارت تعامل پیاوړی او پر نورو اغېزناکو چارو هم فکر او کار وشي.
نوموړي څرګنده کړې چې یوناما به په نږدې ورځو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړي.
د ریاستالوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي ريیس ویلي، ناستې او بحثونه د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې د نږدې کېدو سبب کېدای شي او افغان حکومت غواړي شته مسایل د خبرو له لارې حل کړي.
ذاکر زیاته کړې، اسلامي امارت په هېواد کې د مېشتو ټولو بهرنیو ډیپلوماټانو کار ته احترام لري او له هغوی هم غواړي چې شته اصولو ته درناوی ولري.
د هغه په خبره، اسلامي امارت بشري حقونو ته د اسلام په رڼا کې درناوی لري او په افغانستان کې قوانین د دین پر اساس جوړېږي چې د اندېښنې وړ موضوع نه ده.
ذاکر د دوحې درېیمې ناستې د ژمنو عملي کېدو یادونه وکړه، ویې ویل، اسلامي امارت له نړۍ سره خبرو او اړیکو ته لومړیتوب ورکوي.