کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په پنځوسمه غونډه کې ویلي، ا.ا له ټولو هېوادونو څخه د مثبت تعامل غوښتنه لري، هېوادونه دې له افغانستان سره اقتصادي او سوداګريزې ملګرتيا ته داخل شي او د ګنګل شویو شتمنیو د ازادولو او د ا.ا پر مشرانو د سفري بندیزونو لرې کلولو لپاره دې هڅې وکړي.
دغه غونډه نن او پرون د کامیرون پلازمینې یاوندي ښار کې ترسره شوه او د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي هم په دغه غونډه کې ګډون کړی دی.
امیرخان متقي په دغه غونډه کې ویلي، په هيواد کې د قدرت جزيرې له مينځه وړل شوي او ټوله خاوره د يوه مرکزي، متعهد او مسؤول حکومت په لاس کې ده او افغانستان څو لسيزې وروسته له بشپړ امنيت او ثبات څخه برخمن دی.
ده ویلي، د افغانستان بانک ميلياردونه ډالر شتمني د امريکا د متحدو ايالتونو له خوا کنګل شوې، پر افغانستان غيرعادلانه اقتصادي بنديزونه لګيدلي، په غیر منصفانه ډول د رسمیت مشروع حق ور څخه اخيستل شوی او ان په نړيوالو تخصصي سازمانونو کې ترې د استازيتوب غيرقابل انکار حق اخيستل شوی، او پر دې سربېره د يوې منظمې تبليغاتي جګړې هدف او د يواړخيزو مغرضو راپورونو موضوع ګرځول شوی.
متقي ویلي، ټول هيوادونه بايد د افغانستان د مرکزي بانک د ټولو شتمنيو د آزادولو او له افغانستان څخه د اقتصادي او د افغانستان اسلامي امارت له مشرانو څخه د سفري بنديزونو د لرې کولو له پاره جدي هڅې وکړي ځکه چې دغه بندیزونه د افغانستان د مرکزي بانک د وظايفو د معطل کېدلو، د افغانستان د اقتصادي ودې او ان سيمه ييزې سوداګرۍ د ورو کېدو او د دوه اړخيزو او څواړخيزو اړيکو د ټينګولو په موخه د راشه درشه د مخې ډب کولو سبب شوي.
د ده په خبره:«زموږ هیله ده چې د جګړې د وخت چلن د سولې پړاو ته را و نه ليږدول شي، يا دا منطقي ده چې يو کوربه هيواد دې د يوه هيواد د بهرنیو چارو وزير د بلنې له کبله له ملګرو ملتونو څخه اجازې اخيستنې ته اړ شي؟ آيا دغه ډول چلن په زوره د واکمن نړيوال نظم د عادلانه توب تر پوښتنې لاندې راوستل نه دي؟.»
د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د اسلامي همکارۍ سازمان غړي هيوادونه او د نړۍ نور هيوادونه د مشترکو مشروع ګټو په چوکاټ کې له افغانستان سره اقتصادي او سوداګريزې ملګرتيا ته داخل شي.
متقي زیاته کړې: «افغانستان له لسيزو جګړې راوتلي هيواد په توګه د ماضي د ترخو تجربو د هېرولو او د نړۍ له هيوادونو سره د دوه اړخيزو مشروع ګټو پر اساس د نويو اړيکو پيلولو مخلصانه عزم لري. مونږ د ځان او نړۍ دواړو له پاره د امن پيغام لرو او د سيمې او نړۍ هيوادونو ته بشپړ ډاډ ور کوو چې زمونږ خاوره به د هيچا په خلاف نه کاريږي. دا ژمنه مونږ په تېرو درې کلونو کې په عمل کې ثابته کړې. په ورته ډول، د نړۍ له هيوادونو څخه هم له افغانستان سره د بالمثل تعامل غوښتنه کوو او د يواړخيزو ګمانونو او د پخوانيو ناکامو تجربو پر اساس ولاړو تحليلونو پر ځای يې د نويو واقعيتونو پر اساس ولاړ تفاهم ته رابولو.»
ده ویلي، افغانستان د اسلامي همکارۍ سازمان د ټولو غړو هيوادونو تر څنګ د نړۍ ټولو هيوادونو ته په مثبت نظر ګوري او له هغوی څخه هم د مثبت تعامل غوښتنه لري.
متقي په خبرو خبرو کې دغه راز ویلي، د نړۍ د ټولو بشرپالو هيوادونو، په ځانګړې توګه د اسلامي همکارۍ سازمان مسؤوليت دی چې د فلسطين قضيې ته عاجل، عادلانه او دايمي حل پيدا کړي او د دغه حل د تطبيق له پاره هر ډول اړينه سياسي اراده، همغږي، او امکانات پيدا کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن