ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښوونځيو او ښوونکو کمښت؛ هلمند کې ۶۰ سلنه ماشومان له زده‌کړو محروم دي

د ښوونځيو او ښوونکو کمښت؛ هلمند کې ۶۰ سلنه ماشومان له زده‌کړو محروم دي

author avatar
31 Aug 2024 - 16:32
د ښوونځيو او ښوونکو کمښت؛ هلمند کې ۶۰ سلنه ماشومان له زده‌کړو محروم دي
author avatar
31 Aug 2024 - 16:32

لښکرګاه (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۳): د هلمند د پوهني ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت یو شمېر ولسوالیو کې هیڅ ښوونځی نشته او په خبره یې چې د ښوونځیو او ښوونکو د کمښت له امله دغلته ۶۰ سلنه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي.

 د هلمند د پوهنې ریاست مرستیال مولوي عبدالله ذاکر پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وویل، په دغه ولایت کې ټول ۳۵۷ ښوونځي فعال دي چې ۱۸۳ زره ۶۱ زده‌کوونکي په‌کې زده‌کړې کوي.

نوموړي وویل، د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې لا هم ښوونځي کم دي یا هیڅ نشته چې له امله یې ګڼ شمېر ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي.

هغه زیاته کړه: «لوی علت یې په تېرو وختونو کې یو شمېر ولسوالیو ته نه پاملرنه ده چې ښوونځي په‌کې نه دي جوړ شوي، د اسلامي ‎‌امارت په راتګ سره په ځينو ولسوالیو کې ښوونځي جوړ شوي او د ځینو د ترمیم چارې روانې دي، خو لا هم ۶۰ سلنه زده‌کوونکي د ښوونځيو د کمښت له امله زده‌کړو ته لاس‌رسی نه‌لري.»

هغه وویل، له زده‌کړو محروم دغه ماشومان ډېر یې د بهرامچې، بغني او باغران ولسوالیو اوسېدونکي دي چې هیڅ ښوونځی نه‌لري.

د نوموړي په خبره، اوسمهال د دغه ولایت په نهرالسراج، ګرمسېر، خانشین، دېشو، بهرامچه، بغني او باغران ولسوالیو کې د نوو ښوونځیو جوړېدو ته اړتیا لري چې په تړاو یې مرکز ته هم وړاندیزونه استول شوي دي.

مولوي ذاکر دغه راز وویل چې د ښوونځیو د کمښت ترڅنګ د کتابونو له کمښت سره هم مخ دي او زیاتوي چې یوازې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې دغه ولایت ته اووه لکه ۱۵ زره ۴۶ ټوکه کتابونه دغه ریاست ورکړل شوي وو او اوسمهال اته لکه ۵۴ زره پنځه سوه ۹۱ کتابونو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه: «په دغه ولایت کې د ښوونځیو د کتابونو۶۰ سلنه ستونزه حل شوې چې د تعلیمي کال ل پیل سره به حل شي.»

هغه همدارنګه د مسلکي ښوونکو د کمښت په اړه هم وویل، هلمند په تېرو شلو کلونو کې جګړو ځپلی دی؛ نو ځکه په دغه ولایت کې د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه ده.

هغه دغه راز د مسلکي ښوونکو کمښت د پوهنې برخه کې د دغه ولایت لپاره بله ستونزه یاده کړه.

نوموړ وویل: «هلمند ولایت کې د اسلامي‌امارت په راتګ سره اوس تر ډېره د مسلکي ښوونکو ستونزه حل شوې ده خو بیا هم په ځینو ولسوالیو کې۵۰ سلنه لا هم غیرمسلکي دي.»

د هلمند د پوهنې ریاست مسوولین په داسې حال کې له زده‌کړو د ۶۰ سلنه ماشومانو د بې‌برخې‌والي او د ښوونځيو د کمښت خبره کوي چې څه موده وړاندې د اروزګان د پوهنې ریاست ویلي وو، په دغه ولایت کې ۸۴ زره زده‌کوونکي له زده‌کړو محروم دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.