پلخمري (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۳): د بغلان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د دوو ځوانانو ترمنځ شخړه شوې چې په پایله کې یې یو د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.
د بغلان امنیې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خپرپاڼه کې ویل شوي چې پرون سهار د پلخمري ښار دويمې ناحیې په «قول حمام» سیمه کې د عبدالجلال په نوم یو ۱۶ کلن هلک د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.
سرچینې د پلخمري ښار لومړۍ حوزې د امر ملا عبدالوکیل احمدي له قوله لیکلي چې د پروان د غوربند ولسوالۍ یوه اوسېدونکي فیاض چې ۱۷ کاله عمر لري، د پلخمري ښار په قول حمام ساحه کې د عبدالجلال په نوم له یوه ۱۶ کلن ځوان سره لومړی لفظي شخړه کړې، وروسته یې په چاقو وهلی او وژلی یې دی.
سرچینه زیاتوي: «قاتل چې د پېښې له ځایه د تېښتې په حال کې و، د پولیسو له خوا نیول شوی او اوس د حوزې په نظارتخونه کې دی»
خبرپاڼه کې راغلي چې د نیول شوي کس دوسیه به له لومړنیو څېړنو وروسته محکمې ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP