کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال له یو شمېر قومي مشرانو سره په ليدنه کې ویلي، ا.ا د خلکو اصلاحي مشورو او نظرونو ته ارزښت ورکوي او هر افغان کولای شي خپل نظر له چارواکو سره شریک کړي.
ارګ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د پخواني حکومت له یو شمیر چارواکو، قومي مشرانو، پوهانو او د بېلابېلو ولایتونو له عالمانو او ځوانانو سره وکتل.
سرچينې لیکلي چې په دې لیدنه کې د پخواني حکومت پر مهال د حج او اوقافو وزیر محمد صدیق چکري، د اوبو او برېښنا وزیر سید محمدایوب او د کورنیو چارو وزیر منشي عبدالمجید د نورو په استازولۍ خبرې وکړې او ویې ویل، په افغانستان کې د اسلامي نظام حاکمیت د افغانانو هیله وه او دوی د دې نظام د پایښت او پياوړتیا لپاره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.
هغوی زیاته کړې، نړۍوال په افغانستان کې اسلامي نظام نشي زغملی او له مختلفو لارو هڅه کوي چې دا نظام متضرر کړي.
ارګ د یادو کسانو له قوله لیکلي چې د اسلامي امارت د مشرتابه فرمانونه د اسلامي نظام برخه ده او له اسلامي نظام څخه ملاتړ د مسلمانانو دیني مسؤولیت دی.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم ویلي، اسلامي امارت د پخوانۍ او تېرې جهادي دورې هیلې پوره کړې او ثابته یې کړه چې د جهاد له پای ته رسېدو وروسته افغانان د ناخوالو پر ځای د خپلواک نظام څښتنان او په امن کې ژوند کوي.
ده ویلي، اسلامي امارت اصلاحي مشورو او نظرونو ته ارزښت ورکوي، او هر افغان کولای شي په مستقیم ډول خپل نظر له مسؤولینو سره شریک کړي او د امارتي ادارو دروازې د خلکو پر مخ پرانیستې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP