هرات (پژواک، ۱۱ وږی ١٤۰٣): هرات کې امنیتي سرچینې د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د غلا په تور د شپږو کسانو له نیول کېدو خبر ورکوي.
د هرات امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالله انصاف وویل، د هرات دیارلسمې حوزې پرسونل په هلو ځلو په څو کشفي عملیاتو کې شپږ کسان چې د حرفوي غلو یوې ډلې غړي دي، نیول شوي دي.
د هغه په وینا، یادو کسانو چې پر خپل جرم یې اعتراف کړی، له ډېر وخت راهیسې په دغه ولایت کې د خلکو ګرځنده ټیلېفونونه او موټر غلا کول.
بلخوا، د هرات امنیې قوماندانۍ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې له یادو نیول شوو کسانو یو موټرسایکل او یو شمېر غلا شوي توکي ترلاسه شوي او اوس د امنیتي ځواکونو تر نظارت لاندې دي.
د یادولو ده، تېره اونۍ هم اته کسان چې د یوې ډلې غړي وو، د دغه ولایت د مرکز مربوطاتو کې د غلا په تور نیول شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP