Language

د اروزګان یو اوسېدونکی په شخصي لګښت پر ترینکوټ سیند پل جوړوي

ترینکوټ (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۳): اروزګان کې د یوه ځايي اوسېدونکي له لوري د نهه میلیون افغانیو په لګښت د یوه لوی پل جوړېدو چارې پیل شوې چې په شپږو میاشتو کې به بشپړې شي.

د اروزګان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، په مهراباد سیمه کې پر ترینکوټ سیند د یوه لوی پل د جوړېدو چارې پیل شوې چې په شپږو میاشتو کې به بشپړې شي.

د یاد ریاست اداري مدیر ننګیالي حبیبي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پل د اروزګان د یوه اوسېدونکي ملا ولي‌جان حمزه په شخصي لګښت جوړېږي.

هغه وویل: «پر تازه جوړېدونکي پل نهه میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې ۴۰ متره اوږدوالی او پنځه متره عرض لري او چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.»

د دغه ریاست مسوولین وایي، په یاده سیمه کې له دې مخکې یوازې د پلي تګ لپاره له کېبلونو او تختو جوړ یو پل موجود و چې د ورستیو سېلابونو له امله ویجاړ شو.

ورته مهال، ځايي مسوولین او د دغه ولایت خلک، خوښ دي چې پر ترینکوټ سیند ورته پل جوړ او د تګ راتګ ستونزې یې حل کېږي.

د یادې سیمې یو اوسېدونکی زلمی وايي: «په دغه پل به نقلیه وسایط هم تګ راتګ کولی شي او د کال په هر موسم کې به له سیند څخه تېرېدلی شو.»

د یادونې ده، د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د اروزګان په مرکز او ولسوالیو کې د څلور زره او ۷۸۶ هکتار ځمکې سربېره څلور لوی پلونه او لسګونه نور واړه پلچکونه هم زیانمن شوي دي.