Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یو شمېر افغان سوداګر د بغلان د بورکې ولسوالۍ سېلاب‌ځپلو ته کورونه جوړوي

پلخمري (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۳): بغلان کې سیمه‌ییز مسوولین وايي چې په داخل او بهر کې یو شمېر افغان سوداګر د دغه ولایت د بورکې ولسوالۍ سېلاب‌ځپلو ته لسګونه کورونه جوړوي.

د بغلان د والي ویاند ملا علم مجیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د بورکې ولسوالۍ د فلول او شرشر سیمو ۳۳۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو ته د استوګنې معیاري کورونه جوړوي خو په لومړي پړاو کې به یوازې د څلوېښتو کورونو جوړولو چارې پیل شي.

هغه زیاته کړه، د دغه ولایت والي وړمه ورځ د بورکې ولسوالۍ یادو سیمو ته سفر وکړ او د کورونو لپاره یې ځمکې مشخصې کړې.

د مجیدي په خبره، دغه څلوېښت کورونه په بهر کې د مېشت یوه افغان سوداګر په مالي لګښت جوړېږي او د پاتې نورو کورونو جوړولو په موخه ورسره د یو شمېر نورو ملي سوداګرو له لوري د مرستو ژمنې شوې دي.

ورته مهال، یو شمېر هغه کورنۍ چې تېرو سېلابونو بې‌کوره کړې، د دغو کورونو جوړېدو ته خوښ او هیله‌من دي، خو غوښتنه کوي چې د ژمي له رارسېدو مخکې باید جوړ او دوی ته وسپارل شي.

د یادې سیمې یو اوسېدونکی عتیق‌الله وايي، درې ورځې کېږي چې په سېلابونو کې ویجاړ شوي کلي ته څېرمه پر یوه لوړه ساحه د کورونو جوړولو لپاره ځمکه هواره شوې ده.

هغه وایي، سلګونه بې‌کوره شوې کورنۍ لا هم په خېمو کې ژوند کوي او که له ژمي مخکې یې کورونه جوړ نه شي، په خېمو کې د ژمي د یخې هوا تېرول به ورته سخت تمام شي؛ ځکه سیمه یې غرنۍ او هوا یې سړه ده.

د یادونې ده، بغلان کې شاوخوا درې میاشتې مخکې سېلابونو زرګونه کورنۍ بې‌کوره کړې، میلیونونه افغانۍ مالي زیان یې واړاوه او سلګونه کسان یې مړه یا ټپیان کړل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.