ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ستانکزي د چین له مرستیال سفیر سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې

ستانکزي د چین له مرستیال سفیر سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې

author avatar
3 Sep 2024 - 15:06
ستانکزي د چین له مرستیال سفیر سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې
author avatar
3 Sep 2024 - 15:06

کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۳): د چین د سفیر مرستیال د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره لیدنه کې ویلي، هېواد یې غواړي چیني سوداګر افغانستان کې پانګونې ته تشویق کړي او په نړۍوال سټېج د اسلامي امارت ملاتړ ته دوام ورکوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د چین د سفیر له مرستیال باؤ ژو هوی سره لیدلي دي.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د افغانستان او چین د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو سیمه‌ییزو پرمختګونو په اړه خبرې وشوې.

سرچینه کاږي، د چین د سفیر مرستیال وویل چې هېواد یې غواړي چیني سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته تشویق کړي او له افغانستان سره یې د خپلو اړیکو ټینګښت ارزښتمن یاد کړ.

هغه ډاډ ورکړ چې په نړۍوال سټېج د اسلامي امارت ملاتړ ته دوام ورکوي.

سرچینې زیاته کړې، ستانکزي د افغانستان او چین دوه اړخیزې اړیکې مهمې وبللې او د دغو اړیکو د پیاوړتیا هیله یې څرګنده کړه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.