Language

بهرنیو چارو وزارت د قرغیزستان د ممنوعه ډلو له نوملړه د ا.ا د نوم له ایستل کېدو خبر ورکړ‎

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو د قرغیزستان د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم له ایستل کېدو خبر ورکړی او د هغه هېواد له دغه اقدامه یې هرکلی کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې د قرغیرستان دغه اقدام د اسلامي امارت په تړاو د سیمې او نړۍ د سیاسي درک رامنځته کولو ښکارندويي کوي.

سرچینې لیکلي چې دغه اقدام د اسلامي امارت او هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر وړاندې د خنډونو لرې کولو په معنا دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د افغانستان د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د قرغیزستان هېواد له لوري د ممنوعه ډلو له نوملړه د طالبانو د تحریک نوم ایستل ‎چې مخکې د ا.ا.ا په نوم یادیده، ستايي او هرکلی یې کوي.»

د قرغیزستان دولت او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

له دې مخکې قزاقستان هم د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت نوم حذف کړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.